دایکندي کې د کېک بوکسېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې
په دایکندي ولایت کې د کېک بوکسېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې ولایت ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ ۲ ورځې مخکې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
یادې ادارې لیکلي دي، چې په دې سیالیو کې د مرکز نیلي ترڅنګ د شهرستان، اشترلي او خدیر ولسوالیو ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پای کې یې دریو لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
د دې سیالیو د کېدو هدف په دایکندي ولایت کې د کېک بوکسېنګ ورزش وده ښودل شوې ده.