Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

خلک: کابل کې د توکو بيې لوړې شوي

0
يو شمېر خلک وايي، د روسیې او اوکراین او په افغانستان کې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ جګړو د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی، چې د افغانستان بازارونه هم ترې بچ نه دي پاتې شوي.


پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو ورسته په تېرو اتو میاشتو کې په دغه هېواد کې، د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې مخ په لوړیدو دي.


له دې وړاندې افغان سوداګرو د اوکراین او روسیې جګړه د بیو د لوړ والي اصلي لاملونه په ګوته کړي و.


خو اوس د کابل ښار اوسیدونکي وايي، د افغانستان په شمال کې ورستۍ جګړه ښايي دغه بیې نورې هم لوړې کړي.


اضغر چې یو دولتي کارکونکی و او په میاشتيني ډول یې شاوخوا اته زره افغانۍ کټلې، اوس یې اقتصادي وضیعت ښه نه دی.


اضغر وايي، د توکو بیې پخوا هم لوړې وې خو اوس یې د لا لوړېدو اندېښنې هم شته.


نوموړی وايي:" لکه څنګه چې خبر شوې یو د افغانستان په شمال کې جګړه ده، موږ ددې ویره لرو چې دغه جګړه په شمال کې ټرانزیټي لارې ونه تړي چې ددغې چارې سره به د خوراکي توکو بیې نورې هم زیاتې شي."




يوه مېرمن چې نه غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل، د خوراکي توکو بیې اوس مهال لوړې شوې او خلک یې د اخیستلو توان نه لري.


نوموړې وويل:" د جګړې د زیاتیدو سره به خلک له لوږې مړه شي، له دې ور ها خوا په افغانستان کې خو هسې هم خلک په مړو حساب دي. هیڅوک د اوړو، غوړیو او وریژو د اخیستلو توان نه لري."


دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په دې ورستیو کې د طالبانو او مقاومت ملي جبهې ترمنځ په پروان، پنجشیر، تخار او بغلان کې د جګړې راپورنه ورکړل شوي خو طالبان وايي، چې په دغو سیمو کې هیڅ هم نه دي پېښ شوي.


د مقاومت ملي جبهې ویاند صبعت الله احمدي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په ورستیو جګړو کې یې دوه ولسوالۍ پرته له مرکزه نیولي خو طالبان بیا وايي چې هیڅ جګړه نه ده شوې.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د افغانستان په شمال کې حالت عادي دی او خلک دې د لویو لارو د بندیدو تشویش نه کوي.


نوموړي ويلي:" موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکو او هیڅ چاته ددې اجازه هم نه ورکوو چې لوې لارې د ټرانیزیټ په برخه کې وتړي، موږ په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو چې لارې دې وتړل شي او د خوراکي توکو بیې دې لوړې شي."


خلک په داسې حال کې، د توکو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو خبره کوي، چې دا مهال په کابل کې د اوړو د یوې ۵۰ کلیویې بورۍ بیه چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې ۱۷۰۰ افغانۍ وه ۲۵۰۰ افغانۍ شوې ده.


دغه شان یو درې نیم منۍ د وریجو بورې چې بیه یې ۲۲۰۰ افغانۍ وه اوس ۲۹۰۰ افغانۍ او د یوې قوطۍ ۱۶ لیتره غوړیو بیه چې مخکې ۱۶۰۰ افغانۍ وه اوس ۲۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.


له دې سره همهاله د نفتي موادو تېلو او ګازو بیې هم دوه چنده شوې دي.


کوم کابل ښاریان، چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي وايي، د طالبانو حکومت د توکو د بیو په کنترول کې پاتې راغلی دی.


که څه هم کابل ښاروالۍ مخکې د نرخونو د کنټرول لپاره پر هټیوالو نرخنامې هم ویشلې وې، خو د دوی په باور دا کار هم تر ډیره نمایشي و.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net