يمن: په يوه پوځي مرکز کې تر لسو زيات کسان وژل شوي
د یمن چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې د شخړو له کبله د ملېشه ځواک دوو قوماندانانو په ګډون تر لسو زیات کسان وژل شوي دي.
په دې پوځي مرکز کې شخړه د القاعده شبکې د مشکوکو غړو د یوې ډلې تر نیول کېدو وروسته پېښه شوه.
چارواکو پرون شنبه وویل، شخړه د پنج شنبې ناوخته د الضالع ولایت د امنیتي کمربند په نوم د ځواک په مرکز کې پیل او څو ساعته یې دوام وکړ.
دا د هغو ملېشه ځواکونو مرکز دی، چې د متحده عرب اماراتو له خوا تمویل او روزل کېږي او د جنوب انتقالي شورا ته وفاداره دي.
دغه ځواک د یمن په جنوب کې فعال حضور لري.