ننګرهار کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار په مملۍ په تاریخ بڼ کې د والیبال د اته ویشتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
د ننګرهار ورزشي مسولین وايي، چې په دې لوبډلو کې د کونړ، لغمان او کابل لوبډلو په ګډون په کې د ننګرهار اته ویشت لوبډلو برخه اخیستې ده.
د افغانستان د المپیک ملې کمېټې سلاکار نور احمد حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې له کلونو وروسته دغه تاریخي بڼ د ولیبال د سیالیو کوربه دی.
نوموړی وايي، یادې سیالۍ د المپیک او بدني روزنې د ریاست په تخنیکي مرسته جوړې شوې چې په ګروپي شکل ترسره کېږي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په ګاونډ کونړ کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې د کونړ د مرکز اسعد اباد او د بېلابېلو ولسوالیو اوه نورو لوبډلو برخه اخیستې ده چې لس ورځې دوام کوي.