مومند: د پاکستان له خوا پر وارداتو د تعرفې معافیت موده دې وغځول شي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دوی هیله من دي، چې د افغان صادارتو په برخه کې د پاکستان حکومت له خوا پر وارداتو برېښنايي تعرفه چې د دې میاشتې تر اخر پورې معاف شوې ده، موده یې نوره هم وغځېږي.
د دغه خونې مشر یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دا مهال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر، دا خبرې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د مېوو د پخېدو وخت نېږدې شوی، چې تر ډېره ګاوندي هېواد پاکستان ته صادرېږي.
مخکې به دغه موسم کې سوداګرو شکایت درلود، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان صاداراتو په وړاندې د خنډونو له امله ډېری تازه میوې په لاره خوسا کېږي.
ښاغلی مومند، هیله ښيي چې د بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه، ورکړه په ښه توګه ترسره شي.