د ازبکستان زرګونه ټنه مرسته پرون افغانستان ته ورسېده
دا مرستې تر حیرتانه په ریل ګاډي کې راوړل شوې او طالب چارواکو ته وسپارل شوې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال رسنیو ته وویل: "تر څلورو زره ټنو مختلف مواد دي. ۵۸ واګونونه دي چې له ارتزاقي موادو ډک دي پکې اوړه شته، غواړي، وریجې همدا راز دارو درمل او واکسین هم پکې شامل دي. د دغو موادو مرسته شوې ده."
په بلخ کې د طالبانو چارواکو ویلي چې دمګړۍ دوی دا مرسته په اړمنو، بې ځایه شویو کورنیو او نورو مستحقو کسانو باندې ویشي.
د طالبانو د حکومت چارواکو د سیمې په نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره را ودانګي.
د ازبکستان چارواکو د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل چې دولت یې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره متعهده دی او په راتلونکي کې به ورته نورې مرستې هم کوي.
د راپورونو پر اساس د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ازبکستان دوه واره مخکې هم له افغانانو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې ده.
ازبکستان داسې وخت له اړمنو افغانانو سره مرسته کړې چې د راپورونو پر اساس د افغانستان نیمايي وګړي له ۲۳ میلیونو زیات کسان له لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کړی چې که د اړمنو لاسنیوی په وخت ونه شي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.
