رينا اميري: اسلامي نړۍ بايد د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي اسلامي نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
اغلې امیري دا خبره بېګاه ناوخته په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده.
رینا امیري پرون ماښام د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته روژه ماتی برابر کړی وو او هلته یې د افغانستان اړوند موضوع ګانو باندې بحث کړی چې په خبره یې په ګڼو مسایلو باندې د نظر توافق موجود وو.
هغې زیاته کړې چې له تعلیم او کاره د ښځو او نجونو د محرومولو پالیسي د نړۍ په هیڅ یوه اسلامي هېواد کې نه ده لیدل شوې.