نيوزيلنډ د ۵۰ هېوادونو ګرځندويانو هرکلي ته چمتووالی نيولی
نیوزیلنډ د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډا، بریتانیا او جاپان په ګډون له ۵۰ هېوادونو د ګرځندویانو هرکلي ته چمتووالی نیولی دی.
دا په تېرو څه باندې دوو کلونو کې لومړی وار دی، چې د کرونا وبا او پر سرحد د لګول شویو محدودیتونو تر لیرې کېدلو وروسته ګرځندویان یا سیلانیان دغه هېواد ته ورځي.
د کرونا وبا تر خپرېدو مخکې هر کال تر ۳ ملیونو ډېرو ګرځندویانو نیوزیلنډ ته سفر کاوه.