بایډن به نړۍ اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره مبارزې ته وهڅوي
د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسمبلۍ نن په نیویارک کې پیلېږي.
بایډن به دا هم ووایي چې د پاسنیو ستونزو د هواري لپاره به د امریکا په مشرۍ د ډپلوماسۍ دوره پيل شي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي فرانس پرېس ته ویلي، ښاغلی بایډن به له چین سره د سړې جګړې د مخنیوي په اړه هم وغږیږي.
امریکايي چارواکو دا هم ویلي، بایډن د افغانستان په تړاو په خپلو خبرو کې یادونه کوي چې د افغانستان د جګړې پای ته رسول د امریکا د اغېزمن او هدفمند باب پرانېسته ده.
