پوتین: هیله من یم طالبان به یوه متمدنه لاره غوره کړي
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، دی هیله من دی چې طالبان په افغانستان کې یوه متمدنه لاره غوره کړي چې نړیواله ټولنه وکولای شي ورسره ډپلوماتیکې اړیکې وساتي.
پوتین چې د روسیې په ختیځ ولادي واستوک ښار کې د ختیځ اقتصادي فوروم په نوم غونډې ته نن څرګندونې کولې وویل، روسیه نه غواړي چې افغانستان دړې وړې شي او که داسې وشي نو به هلته داسې څوک نه وي چې ورسره خبرې وکړي.
پوتین زیاته کړه، هر څومره ژر چې طالبان متمدنې کورنۍ ته داخل شي، نو به ورسره تماس لرل، یو ډول پرې د فشار راوستو او ورڅخه د پوښتنو او غوښتنو چارې اسانه شي.
د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې روسیې چې په کابل کې یې سفیر د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدو وروسته د طالبانو له استازیو سره څو ځلي خبرې کړي، په دې ښار کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی.