Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د پاکستان ځيني سیاسي مشران د افغان جګړې حل د افغانانو ترمنځ په خبرو کې ويني

0
په افغانستان کې په داسې حال کې د تشدد پېښې زیاتې شوې چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ په قطر کې مذاکراتو څه نتيجه نه ده درلودلې.

په افغانستان کې د تشدد دا لړۍ د مې په مياشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره تونده شوې ده. په پاکستان کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران وايي د دې جګړې د ختمولو لپاره ضرور ده چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته دوام ورکړي او د نړيوالو تر څنګ د افغانستان ګاونډي هیوادونه د لاسوهنې پر ځای مثبت رول ولوبوي.

 




د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د افغانستان د اوسني حالت په اړه اندېښمن دي. د هغه په خبره پکار افغانان بايد د خپل راتلونکې فېصلې کولو ته پرېښودل شي. ده وویل: "هلته یو منتخب حکومت دی. طالبان  ورځي او غواړي هغه د ټوپک په زور ترې اخلي. خو زما په نظر که انتخابات وشي نو بیا دې دوی وګټي. هر هیواد ځان ته لګیا دی، که هغه روس دی، که چین دی که ایران او پاکستان دي چې په افغانستان کې دې داسې حکومت وي چې د دوی د ګټو ساتنه وکړي. دا نشي کېدای."



د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ مياشت کې امریکې او طالبانو په قطر کې د سولې لوظنامه وکړه چې له مخې یې امريکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پيل کړل. د دې لوظنامې یو ټکی دا وو چې طالبان او افغان حکومت دې خپلمنځۍ خبرې وکړي. مذاکرات شروع شول خو څو ځل د ځنډ له وجې یې څه نتيجه نه ده ورکړې.




د جمعیت علما اسلام (ف) مخکښ حافظ حمدالله وايي په افغانستان کې د سولې لپاره ضروري ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر شوي تړون عمل وشي. هغه د جون په ۲۷مه مشال راډيو ته وویل: "جمعیت علما اسلام د هرې هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې په هغه کې د افغانستان د خودمختارۍ، د افغانستان د خپلواکۍ او د افغانانو د مرضۍ مطابق داسې حل راووځي چې ورسره په افغانستان او سیمه کې امن او کراري راشي. هغه ځکه چې د سیمې امن له افغانستان سره تړلی دی."



د حافظ حمدالله په وينا د افغانستان مسله په يوې نړيوالې هغې اوښتې او فکر نه کوي چې د پاکستان پښتانه سياستوال دې پکې څه رول ولوبولای شي.


چې کله د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې خرابې وې نو د رغاوي لپاره یې د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون نورو پښتنو مشرانو هلې ځلې کړې وې. خو نوموړی وايي چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دوی څه رول نه جوړېږي.


هغه په دې اړه مشال راډیو ته وویل پکار ده چې په ځانګړې توګه امریکا او نور ښکېل هیوادونه دا مسله جدي‌ واخلي."حالات نور هم خرابېږي او دا به د خانه جنګۍ پر لور ځي. زموږ په فکر که دا روغه ونشي او په سلا مشوره یې حل ونه اېستل شي نو دا مسله به لا نوره خرابه شي."




پښتونخوا ملي عوامي ګوند په پاکستان کې يوه بله هغه سياسي ډله ده چې له مودو راهیسې یې دريځ دی چې افغان حکومت بايد خپلې خوښې ته پرېښودل شي او بايد د افغانستان خپلواکي ومنل شي. د دې ګوند مرستیال مشر مختار خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل په افغانستان کې نور د جګړې هیڅ جواز نه دی پاتې او په کار ده چې زر تر زره ودرول شي.


هغه زیاته کړه: "پر طالبانو غږ کوو چې ستاسو جګړه خو د امریکایانو ضد وه، له هغوی سره خو تاسو تړون وکړ او هغوی لاړل نو تاسو اوس پر څه جګړه کوئ؟ د کعبې د امام په ګډون د نړۍ د ټولو اسلامي هیوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې جګړه حرامه بللې ده خو بیا هم طالبان لګیا دي."



مختار خان یوسفزي وویل دوی پر افغان سیاسي مشرانو هم غږ کوي چې دا وخت د ګوندي او سمتي اختلافاتو نه بلکې د یووالي ښودلو دی. نوموړي زیاته کړه چې دوی پر ملګرو ملتونو غږ کوي چې زر تر زره دې د افغانستان په اړه ګامونه پورته کړي او د پاکستان په ګډون دې د ټولو ګاونډیو د لاسوهنې مخه ونیسي.




پاکستان تل داسې نیوکې بې ځایه او بې اساسه بللې دي چې ګواکې دوی په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي بلکې د دوی په وینا په افغانستان کې یې د سولې لپاره خپلې پوره هڅې کړې او کوي یې.



خو د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د جون پر ۲۷مه یو ځل بیا پر خپله فیسبوک په پاڼه لیکلي، پاکستان کولای شي چې د طالبانو د کوربه او ملاتړي په توګه د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ رول ولوبوي. امرالله صالح زیاته کړې چې که پاکستان په خبرو کې له "موږ او عمل کې له طالبانو سره وي نو دا به یوازې تخريب او بې باوري زیاته" کړي.



د پاکستان حکومت تر اوسه د مرستیال افغان ولسمشر د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net