د پکتیا والي: افغان ځواکونو د مېرزکې ولسوالۍ بېرته ونیوله
محمد حلیم فدايي، نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) رسنیو ته وویل چې پر دې ولسوالۍ د بشپړ کنټرول لپاره دوې ورځې مخکې عملیات پیل شوي وو: "امنیتي ځواکونو د مېرزکې ولسوالۍ هم له پنجابي ملېشو پاکه کړله. خو له بده مرغه چې دلته یې دولتي تاسیسات او ودانۍ وران کړي دي. د دوی جګړه اصلاً د ولس پر خلاف ده."
تردې مخکې په ننګرهار کې هم د وژل شوېو طالبانو په ډله کې د ځینو پاکستاني جنګیالیو د موجودیت راپورونه ورکړل شوي وو.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، له نورو سیمو به هم د دولت وسله وال مخالفان شاتګ ته مجبوره کړي.
بل خوا د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي هم بېرته له وسله والو ونیول شوه او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
