Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د طالبانو څرګندونې او د افغان حکومت غبرګون

0
د افغانستان په یو ځینو ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ولسوالیو په سقوط سره هغه څه چې د افغانستان ملي دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي، دغې ډلې تازه د خپلو لاسته راوړنو په اړه خلکو ته مبارکي ویلې او له افغان ځواکونو او پولیسو یې غوښتنه کړې چې له دوی سره یوځای شي.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هغو سیمو په اړه چې طالبانو نیولي، ویل شوي چې جګړه نه‌ده شوې او افغان ځواکونو له کومې نښتې پرته ولسوالۍ دوی ته پرېښې دي.


دا انتقادونه هم موجود و چې دغو ځواکونو ته په خپل وخت امکانات نه‌دي رسېدلي، نو ځکه تسلیم شوي دي، خو د افغانستان دفاع وزارت دا خبره رد کړې وه.


د طالبانو په تازه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه‌یې «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۲» خپره کړې، دا هم راغلي چې د دوی د مشرتابه له‌خوا ویل شوي چې کومې ولسوالۍ چې نیسي هلته امنیت ټینګ کړي او د دولتي تأسیساتو ترڅنګ د دکانونو، مارکېټونو، صرافیو او د سوداګریزو مرکزونو امنیت هم ټینګ کړي څو د خلکو شخصي مالونو ته تاوان ونه‌رسېږي.


خو دا په داسې حال کې ده چې د سیمه‌ییزو راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا په بمونو والځول شوه چې طالبانو هغه مهال د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.




د طالبانو په دې تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سوداګریز بندرونه چې د دوی لاس ته لوېدلي د پخوا په شان به فعاله او صادرات او واردات به هم د پخوا په شان ترسره کېږي او د سوداګریزو دفترونو کارونه به هم نه‌بندېږي.


د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو وړمه ورځ د شېر خان بندر سوداګریز مرکز هم ونیو، خو کومې رسمي دولتي سرچینې دا خبره نه‌ده تأيید کړې.


د طالبانو په نوې اعلامیه کې د ښځو، رسنیو، لږکیو او د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو د خوندیتوب او دوی ته د درناوي خبره کړې ده.


خو د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز وايي، طالب چې هر ځای نیولی، عامه تأسیسات او شتمنۍ، پلونه او پلچکونه‌یې په بمونو الوځولي دي.


د دغه مرکز رئیس دوا خان مینه‌پال وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېڅ چا ته دا اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي.




ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "طالب چې هر سیمه نیولې بې له ورانۍ یې بل اثار هلته نه‌دي پرېښي، عامه شتمنۍ، تأسیسات ، پلونه دا یې په بمونو الوځولي، د طالب څېره همدا ده، طالب بې له دې بل هېڅ ډول تصویر او فکر د افغانستان په اړه نه‌لري، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېڅ ترهګر ته دا اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي."


طالبانو په خپله اعلامیه کې هغو کسانو ته چې د ولسی پاڅونونو په نوم‌یې د دوی په وینا دولتي اربکي راټول کړي، غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي، ګڼې دوی به ورسره جدي چلند وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د جګړې په تودېدو او د طالبانو له‌خوا د افغانستان په شمال او ځیني نورو ولایتونو کې د ولسوالیو په سقوط سره یو شمېر خلکو د ولسي پاڅونونو د رامنځته کېدو خبره وکړه چې یو شمېر یې د پخوانیو جهادي قوماندانونو له‌خوا رهبري کېږي.


د افغانستان د دفاع وزارت نوي سرپرست بسم‌الله محمدي پر خلکو غږ کړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاته ودرېږي، دوی به‌یې ملاتړ کوي.




تازه په امنیتي چارو کې د جمهور رئیس غني سلاکار محمد محقق هم د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته رسېدلی چې هلته به د وروستیو تحولاتو په اړه له جهادي قوماندانانو، سپین ږیرو مشرانو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وګوري او خبرې وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net