Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

پر ډاکترانو د کرونا ویروس فشار؛ تر اوسه‌یې '۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي' مړه کړي

0
د کرونا ویروس خپرېدو تر بل هر چا زیات ډاکتران تر فشار لاندې راوستلي دي، روغتیايي کارکوونکي چې شپه او ورځ په کرونا د اخته کسانو ژوند ژغوري، د دغه ویروس له خپرېدو بیا تر اوسه ۶۱۰ تنه مړه شوي دي.


د هرات شهید بسیم روغتون کې مسعود میرزایي هغه ځوان ډاکتر دی چې د کرونا له پیله بیا تر اوسه د کرونا ناروغانو د ژوند د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي.


نوموړی تر بل هر چا زیات د کرونا ویروس د خطر په اړه پوهېږي، خو بیا هم شپه او ورځ د 'کووېډ-۱۹' د هغو ناروغانو په خدمت کې دی چې په ډېر بد حالت کې روغتون ته وروړل کېږي.


د ډاکتر میرزایي په وینا د کرونا درېیمه څپه خطرناکه او ډېر ژر خپرېدونکې ده، خو خلک‌یې پر وړاندې له حده زیاته بې‌پروایي ښیي.


ډاکتر میرزایي او نورو هم مسلکانو ته‌یې سخت وخت هغه دی چې له یوې خوا یې په کرونا اخته ناروغ مړ شي، له بل لوري یې د خپلوانو له بد او فزیکي چلند سره مخ وي.


ډ‍اکتر میرزايي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۱» ازادي راډیو ته وویل: "د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی، په شیدایي روغتون کې ناروغانو ته نور ځای نه‌شته، ګڼ شمېر یې اکسیجن ته اړتیا لري، خو موږ یې نه‌شو ورته برابرولی، د کرونا له لومړۍ څپې څخه امکانات زیات شوي دي، خو د ناروغانو شمېر ډېر دی، کله چې د اکسیجن له ستونزې سره مخ کېږو، د ناروغانو پایوازان ډېر تند او تېز چلند کوي، حتی تر دې چې په موږ وار کوي."




د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې ۵،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي د 'کووېډ-۱۹' په روغتیايي مرکزونو کې په کار بوخت دي.


ډاکتر مسیح نوري چې د افغان چاپان په روغتون کې کار کوي د اکسیجن، درملو، د ناروغ د بستر کېدلو لپاره د کټ او ځینو نورو لومړنیو اړتیاوو په هکله وایي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.


د نومړي په وینا درمل قیمته شوي، اکسیجن کم شوی دی او د ناروغ لپاره د بستر کېدلو ځای هم په سختۍ پیدا کېږي.


ښاغلی نوري زیاتوي: "د اکسیجن او بستر نشتوالی، د درملو ګراني، د ناروغانو زیاتوالی، زموږ د معاشونو ځنډېدل، هغه ستونزې دي چې له موږ نه‌یې د حل‌لاره ورکه کړې ده، د افغان چاپان او علي جناح روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي، چې دا په خپله ستونزې بې‌حده ډېروي."


ډاکتران هغه کسان دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر نورو زیات د مرګ له کواښ سره مخ دي، خو بیا هم له 'کووېډ-۱۹' سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا له خپرېدو څخه بیا تر اوسه ۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي له دغې وبا مړه شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند عثمان طاهري وايي: "ډېره هڅه کېږي چې پراخ مصونیت رامنځته شي، ډېریو ډاکترانو واکسینونه کړي او دا د دوی د خوندي کولو یوه لاره ده."


د روغتیايي کارکوونکو نیوکه پر هغو خلکو ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې بې‌پروا دي، خو عام وکړي بیا وایي چې د 'کووېډ-۱۹' له درېیمې څپې څخه دومره نه‌وېرېږي لکه له لومړۍ څپې څخه چې ډارېدل.




د کونړ اوسېدونکی محمد نعیم په دې اړه وایي: "په لومړیوکې له کرونا څخه سخت ډارېدلو، خو اوس په هغه اندازه وېره نه‌شته، په داسې حال کې چې مرګ دا ځل ډېر کوي."


دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲،۲۰۲ تنه په کرونا اخته شوي او ۷۳ ترې مړه شوي دي، په دې شمېرو سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خېرېدو تر اوسه دې شمېر سره ټول ۱۰۷،۹۵۳ وګړي په 'کووېډ-۱۹' اخته او ۴،۳۶۶ کسان مړه شوي دي.


ډاکتران، خلکو ته سپارښتنه کوي چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net