د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کپټان د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېسبوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي.
نوموړی د افغانستان او هند ټیمونو ترمنځ وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبه کې ټپي شوی و.
افغانستان دغه لوبه له هند سره مساوي کړه او د اسیایي جام لوبو بل دور تهیې لاره وموندله.
