Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د روان کال له پیله افغانستان کې جګړو 'نږدې ۱۸ زره کورنۍ' بې‌ځایه کړي

0
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېرو شااوخوا ۳ میاشتو کې (د روان لمریز کال له پیله) نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله په کور دننه له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.


د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی، څو له هغو کسانو سره چې ډېر اړ دي، د کډوالو چارو او نورو مرستندویه بنسټونو له‌خوا مرسته وشي. دا بې‌ځایه شوي ډېری یې د لغمان، تخار، هرات، بغلان، کندز، فراه، کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو دي چې خپل کورونه‌یې پرېښي او امنو سیمو ته تللي دي."


هاخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي ار) ورځ تر بلې د بې‌ځایه کېدونکو په اړه اندېښنه ښيي.


دا سازمان وايي چې ۴،۸ ملیون افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي او ۲،۵ ملیونه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ اصلي لامل جګړه ښيي.


د دې سازمان رئیس فیلیپو ګراندي ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې د جګړې له امله د بې‌ځایه کېدونکو افغانانو په اړه اندېښنه وښوده.




ښاغلی ګراندي زیاتوي: "هغه څه چې موږ وروستیو څو کلونو کې ولیدل، د تاوتریخوالي زیاتېدل دي. موږ پر مؤسساتو او نړیوالو بنسټونو لکه هلو ټرسټ د بریدونو شاهد و، هغوی چې د انسانانو د ژغورنې لپاره سخت او بنسټیز کارونه کوي. ډېری خلک د قومي اړیکو له مخې وژل شوي او دا د تاوتریخوالي ډېره اندېښمنوونکې برخه ده چې شاید بیا افغانستان کې پیل شي. د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته، کېدای شي دا وضعیت لا خراب شي. له همدې امله موږ په افغانستان کې دننه د یوه داسې پلان پر جوړولو کار کوو چې خلک د وضعیت له خرابېدو سره، له پولو تېر شي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي."


ښاغلی ګراندي وايي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري اوس‌مهال پر دې چمتووالي بوخته ده چې د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته، د بې‌ځایه شویو او کډوالو سره څه ډول مرسته وکړي.


۶۵ کلن عبدالغفور یو له دغو بې‌ځایه شویو دی چې له خپلې کورنۍ سره د هلمند له سنګین، هرات ولایت ته کډه شوی.


سنګین ولسوالۍ کې د سختې جګړې له امله د دې سپین ږیري پلار د کورنۍ څو غړي وژل شوي او دا یې اړ ویستی چې هلمند کې خپل ټول شته پرېږدي او له خپلې کورنۍ سره هرات ته مخه کړي.




دی وايي، د جګړې د دواړو لورو له‌خوا پرې مرمۍ ورېدې: "ورور شهید شو. وراره او خوریې مې هم د جګړې له امله شهیدان شول. داسې نه‌وه چې دوی ګنې په جګړه کې د ګډون له امله شهیدان شوي، موږ نه له دولت سره و او نه هم له طالبانو سره. عام وګړي یوو."


د هرات په انصار کمپ کې د عبدالغفور په څېر زیاتې کورنۍ شته چې جګړې ترې هر څه اخیستي او په شته کور کې بې‌کوره دي.


عبدالقیوم بیا د بادغیس له مقر څخه له خپلو شپږو اولادونو او مېرمنې سره د هرات ولایت انصار کمپ ته راغلی دی.


دی وايي، پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده او ورور یې ور وواژه، خو له دې وېرې چې د کورنۍ نور غړي یې ونه‌وژل شي، خپل کور یې پرېښود.


عبدالقیوم وايي: "طالبان به راتلل، ډزې به‌یې کولې، له هغه لوري به دولت بمبارد کاوه، فکر یې نه‌کاوه چې دلته به ګناه‌کار وي او که بې‌‌ګناه. ملکي وګړي وژل کېدل."




دا یوازې عبدالغفور او عبدالقیوم نه‌دي، بلکې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو له اعلان سره سم، نږدې ټول هېواد کې جګړو زور واخیست او ډېرې کورنۍ چې نا امنو سیمو کې اوسېدې، بې‌کوره شوې.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، ۱۸،۴ ملیون افغانان چې د دې هېواد نږدې نیمايي نفوس جوړوي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.


امریکا هم د روان میلادي کال په لومړیو کې وویل، له افغانستان سره به په بشري برخه کې ۲۶۶ ملیون ډالره مرسته وکړي.


له دې ټولو مرستو سره سره، ډېری دغه بې‌ځایه شوي د جګړې پای د خپلو ستونزو یوازنی حل بولي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net