Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

ننګرهار کې د پنځو واکسیناتورانو وژنه؛ د پولیو ضد واکسین کمپاین 'ودرول' شو

0
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وروسته له هغې چې نامعلومو وسله‌والو د پولیو ضد واکسین کمپاین ۵ واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، دغه کمپاین ودرول شو. 


د ننګرهار د چارواکو په خبره، نامعلومو وسله‌والو نن له غرمې وړاندې د ننګرهار په خوګیاڼو، سرخ‌رود او جلال‌اباد ښار کې ۵ جلا جلا بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې یې د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی. 


په ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مسؤلان وایي، د واکسیناتورانو ژوند ته د شته ګواښونو د مخنیوي په خاطر د درول شوي کمپاین له امله په ټول ننګرهار کې شااوخوا درې‌نیم لکه ماشومان چې واکسین ورته باید تطبیق شوی وی، له واکسینه پاتې شول.


د دغه مرکز مشر نجیب‌الله کامه‌وال وایي، په افغانستان کې یې د پولیو د مخنیوي برخه کې د بهرنیو مرستندویانو او ځایي ولایتي مسؤلانو سره په ګډه د واکسیناتورانو د خوندیتوب په خاطر تر امر ثاني پورې د واکسیناسیون کمپاین د درولو پرېکړه کړې ده. 


ښاغلی کامه‌وال اندېښنه ښيي چې که چېرته د واکسیناتورانو د وژنې لړۍ دوام وکړي او خوندیتوب ته‌یې پام ونه‌شي، نو د پولیو ضد واکسین څخه د شااوخوا درې‌نیم لکه ماشومانو د محرومېدو امکان شته.




دی زیاتوي: "د ولایت مقام او همدارنګه د نړیوالو مؤسساتو چې له موږ سره د پولیو په مخنیوي کې مرستې کوي، د دې ټولو په همغږۍ فیصله دا وه چې باید د اوس لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین په ننګرهار کې متوقف شي، موږ يه ننګرهار کې د ۷ لکو په شااوخوا کې له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان لرو چې تېره ورځ‌یې ۳۰ سلنه واکسین شوي وو، ننني ارقام نهایي نه‌دي، خو د پرون او نن ورځې په جریان کې دې امکان ولري چې ۵۰ سلنه ماشومان مو واکسین کړي وي، نو په ننګرهار کې د درې‌نیم لکه په شااوخوا کې ماشومان له واکسینه پاتې شول."


نجیب‌الله کامه‌وال له ټولو خواوو وغوښتل چې د واکسیناتورانو پر وړاندې تاوتریخوالی چې د ده په خبره بې‌طرفه ډله ده، ودروي او پرېږدي چې د افغانستان د ماشومانو د روغتیا لپاره کار وکړي.


د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه هم کله چې په جلال‌اباد کې درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې، د دوه ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین درول شوی و. د دغې پېښې عاملان تر ننه په تېښته بریالي دي. 


خو اوس د ننګرهار اوسېدونکي وایي، که د تېرو وژل شویو واکسیناتورانو د قتل عاملان نیول شوي او قانون ته سپارل شوي وی، نو نن به دا پېښې نه‌تکرارېدې.




د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی اجمل پر ځایي چارواکو نیوکه کوي چې ګوندې د خلکو د خوندیتوب په برخه کې جدي نه‌دي او په خبره‌یې، ځکه خو د جرمونو او قتلونو پېښې تکرارېږي.


دی وايي: "که چېرې حکومت د تېرو وژل شویو واکسیناتورانو قاتلین نیولي وی، نو نن به دا پېښې نه‌تکرارېدای او دغه واکسیناتوران به نه‌فتلېدل، اوس هم حکومت ته په‌کار ده چې د دغو واکسیناتورانو قاتلین ونیسي څو نورو ته د عبرت سبب او نورو واکسیناتورانو باندې داسې پېښې ترسره نه‌شي." 


په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو دغه بریدونه له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي. 


په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې او وایي، دوی په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.




خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وایي، دوی د واکسین له تطبیقوونکو او د دوی له مسؤلانو سره همغږي کړې وه او هېڅ وخت‌یې پر وړاندې بې‌پروایي نه‌ده کړې. 


د نوموړي په خبره، که څه هم د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي، خو په خبره‌یې، کشفي او امنیتي ارګانونه‌یې پلټنې کوي څو ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.


ښاغلی خوګیاڼی وايي: "دا یوه د انسانیت ضد پېښه ده، موږ له اړوندو ادارو سره چې د واکسین په برخو کې کار کوي، همغږي رامنځته کړې وه، اړوندو مسؤلانو ته سپارښتنه شوې وه چې د اړتیا پر مهال له دوی سره مرسته وکړي، ولې دښمن نهایت بزدلانه ترهګریزه کړنه ترسره کړې ده او زموږ رضاکاران‌یې چې په ډېرو کمو پیسو کار کوي، په شهادت رسولي او ټپیان کړي یې دي."


 




د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې نن‌یې دوهمه ده. 


د ننګرهار د مسؤلانو په خبره، په پام کې وه چې په دې درې ورځني کمپاین کې به شااوخوا ۷ لکه ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځه کلنۍ کم دي، په ننګرهار کې واکسین شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net