Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د افغان فلم د کارکوونکو د ژوند نیمګړی فلم؛ 'دوی اوس نه‌شته چې وشرمېږي'

0
د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي ویلي، د کابل په لوېدیځ کې د پرونیو چاودنو دوه تنه قربانیان د افغان فلم کارکوونکې دي.


نوموړې ازادي راډیو ته ویلي چې طیبه موسوي او فاطمه محمدي په دې وروستیو کې به افغان فلم کې په دنده وګمارل شوې او د افغانستان د افسانو په انیمېشن پروژه‌یې کار کاوه.


دې دوه نجونو په افغان فلم کې د دندې ترڅنګ د هنر په برخه کې ماسټري هم کوله.


طیبه او فاطمه په هغه تصویر کې چې همکارانو یې له دوی په موبایل اخیستی او دوی په افغان فلم کې د فلمونو د نندارې د تالار سور فرش جارو کوي څو د فلم نندارې ته چمتو شي، خو له دې نه‌دي خبر چې د ژوند د فلم شبېې یې وروستۍ شوي.


دوی خپل مخونه په ټیکریو پټ کړي، خو له دې نه‌دي خبرې چې دېر ژر به‌یې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول خپاره شي.


د دوی وېډيويي تصویرونه د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي په خپله فېس‌بوک پاڼه خپاره کړي او لیکلي یې دي: "دوی اوس نه‌شته چې وشرمېږي او د کمرې مخه ونیسي، وسوځېدې، تکه تکه شوې ... په همدې ساده‌ګۍ سره."




د اغلې کریمي دغه دوه ځوانې همکارانې پرون د کابل په لوېدیځ کې په پرله‌پسې دوه چاودنه کې له پنځو نورو کسانو سره ووژل شوې.


دوی چې په کوم موټر کې له دفتره د کور په لور روانې وې، د دشت برچي په سیمه کې پرې چاودنه وشوه.


اغلې کریمي ازادي راډیو ته وویل: "طیبې له یوې نیمې او فاطمې له یوې میاشتې راهیسې دلته کار کاوه، نوې یې یوه پروژه پیل کړې وه. دا پروژه د افغانستان د افسانو د انیمېشن پروژه وه او شپږ برخې یې درلودې. افسانې یې راټولولې او لیکلې. ډېرې ښې او ارامې نجونې وې، په ځانګړي ډول فاطمه ډېره غلې وه."


د طیبې کورنۍ وايي، دا هیله‌یې له لاسه ورکړې چې حکومت به‌یې د لور وژونکي ونیسي او سزا به ورکړل شي.


د طیبې کاکا محمد ایوب ازادي راډیو ته وویل چې فاطمه او طیبه د کوچني والې ملګرې وې او دواړو په افغان فلم کې د کار ترڅنګ د هنرونو په برخه کې ماسټري کوله.


محمد ایوب زیاته کړه: "طیبه ۱۱ کلنه وه چې پلار یې مړ شو، په ډېرې خوارۍ یې کابل پوهنتون کې زده‌کړې وکړې، اوس‌یې ماسټري کوله. د افغان فلم کارکوونکې وه، خو په ټونس موټر چاودنه کې ووژل شوه."




د محمد ایوب په خبره، طیبې د پلار تر مرګ وروسته له خپلې مور او دوو وړو خویندو وروڼو سره یوځای د کابل په لوېدیځ کې ژوند کاوه او د دوی سرپرستي یې کوله.


د طیبې موسوي او فاطمې محمدي مړي ورک وو، خو وروسته د کابل په عدلي طب کې وپېژندل شول.


د فاطمې محمدي نامزاد ابو افضل وارسته په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "د عدلي طب تر پېژندنې وروسته د شهیدې فاطمې محمدي او طیبې موسوي مړي، ګرانې مېرمنې یوازې دې پرېښودم!"


د طیبې کاکا محمد ایوب وايي، د کابل په لوېدیځ کې پرله‌پسې چاودنو له حکومت نهیلی کړی او تمه نه‌لري چې دې سیمه کې امنیت ټینګ شي.


په داسې حال کې چې د کابل په ګډون په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی، د کابل په لوېدیخ کې پرله‌پسې څو خونړیو پېښو ګڼې نیوکې راولاړې کړي، ځینو دغه بریدونه هدفي ګڼلي او د هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې نوم‌یې ورکړی او د دا شان بریدونو د درولو لپاره‌یې کمپاین هم پیل کړی دی.




په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي د یکشنبې په ورځ په کابل کې ګواښ وکړ، که چېرې وضیعت ښه نه‌شي، خلک به خپله له ځان نه دفاع ته راپاڅي.


دی وايي: "خلک مه‌مجبوروئ چې خپله دفاع خپله وکړي، دفاع د هغې ورځې لپاره چې هویت‌یې له ګواښ سره شي او دا دفاع مشروع دفاع ده."


په ورته وخت کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د عامه اړیکو رئیس محمد هدایت د ښاغلي خلیلي د دې خبرو په ځواب کې ویلي، د کابل د لوېدیځ د امنیت طرحه به ډېر ژر د جمهور رئیس له‌خوا لاسلیک او د امنیتي ځواکونو له‌خوا به پلې شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net