Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د ملکي تلفاتو مستندولو لپاره حقیقت موندونکی نړیوال پلاوی افغانستان ته وبلل شو

0
په ورځني ډول د جګړو، تاوتریخوالي، هدفي وژنو او په ټوله کې د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دې ته اړ کړ چې یو حقیقت موندونکی نړیوال پلاوی افغانستان ته رابولي، څو دا پېښې او عاملین یې مستند کړي.


د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د یکشنبې (د غبرګولي ۱۶مه) په ورځ د دغه کمېسیون د جوړېدو د نولسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: " زموږ هڅه دا ده چې یو نړیوال حقیقت موندونکی پلاوی افغانستان ته راشي. دا پلاوی به هغه ډلې چې ملکیان هدف ګرځوي مستندې کړي. دغه شان به د جګړې ښکېلو خواوو ته د ملکیانو د وژل کېدو د مخنیوي لارې چارې هم وړاندې کړي."




نوموړې د دې پلاوي په اړه ډېر څه ونه ویل، خو د دغه کمېسیون د خپرونو د برخې رییس ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې یو پلاوی افغانستان ته راولېږي، څو هدفي وژنې په ځانګړي ډول د هزاره ګانو او شیعه ګانو د هدف ګرځولو پېښې مستندې او په دې اړه څېړنه وکړي.


دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل به لوېدېځ کې په بېلابېلو پېښو کې هزارګانو ته مرګ ژوبله واوښته.




د سید الشهدا پر ښوونځي تر برید وروسته د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د کابل په لوېدېځ کې په څلورو ښاري موترو ماین چاودنې وشوې چې پنځلس کسان په کې ووژل شول.


خو د دې تر څنګ د افغانستان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې مخکې له دې نورې داسې پېښې هم شوي چې له هر قوم یې قرباني اخیستنې.


په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې موټربم چاودنه کې په لسګونه داسې لوستي ځوانان ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره یې چمتوالی نیولو.


د بشر د حقونو د خپلواک کمېسون مشرې د سولې د خبرو په بهیر هم نیوکې وکړې.


د اغلې اکبر په خبره، له دغو خبرو چې د کمېسیون او خلکو څه تمه وه، هغه شان ونه شول، تاوتریخوالی یې راکم نه کړ او په په مذاکراتو کې یې د بشر د حقونو ځای لکه څنګه چې د کمېسیون غوښتنه وه غوښن ونه ساته.




نوموړې دغه شان، د ښځو د ټولنیز او سیاسي مشارکت او د سولې په خبرو کې له مذاکره کوونکو سره د دوی د اندېښنو او غوښتنو په اړه هم وړاندیزونه مطرح کړل.


د جګړې ختمېدل او د خبرو له لارې د مسایلو حل، د ښځو سیاسي مشارکت او حقونه په ځانګړي ډول د سولې په خبرو کې، د بشري حقونو ټينګښت د دغو راټوله برخه ده چې په یو سند کې د سولې مرکچیانو ته وړاندې شوي دي.


اغلې اکبر وویل، دغه کمېسیون حاضر دی چې د جګړې له ښکېلو خواوو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.


ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د افغان حکومت لیدلوری هم ولري، خو تازه د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویلي وو چې دوحې ته د افغان مرکچي پلاوي د لېږلو لپاره هڅې روانې دي او افغان حکومت د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره خپلې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راديو ته ویلي، دا ډله هڅه کوي چې په خبرو کې ښه مخته ولاړه شي، خو په خبره یې دا بهیر یوه خوا جاده نه ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net