بڼوالۍ کې د مېرمنو ونډه؛ د فراه له کروندګرې نورزۍ سره اشنا شئ
څه موده کېږي چې یو شمېر مېرمنو هم باغدارۍ او کرنې ته مخه کړې ده. دوی له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي وده کې مرسته کوي.
رسمي شمېرې ښيې چې دا مهال په فراه کې د ۲۰۰ څخه ډېرې مېرمنې په کرنه کې بوختې دي چې شمېر مخ په ډیرېدو هم دی.
په دې ویډیويي راپور کې تاسو له یوې کروندګرې فرزانې نورزۍ سره اشنا کوو.
