Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د سولې لپاره تازه هڅې؛ خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او حکومتي مشرانو سره به وګوري

0
سیمې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د نوي سفر ‌له اعلان سره سم، هغه نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) کابل ته را رسېدلی دی.


د جمهوري ریاست یوه سرچینه کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر تاییدوي او وايي، هغه به له حکومتي مشرانو سره وګوري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په وخت تېره شپه سیمې ته د زلمي‌ خلیل‌زاد د نوي سفر خبر خپور کړ.


د دې وزارت له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، خلیل‌زاد به، کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته ولاړ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، زلمی خلیل‌زاد به له حکومتي چارواکو، سیاسي رهبرانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره کتنه کې د افغانستان له سولې په ملاتړ او تر خوا یې د جګړې د پای لپاره یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو په موضوعاتو خبرې وکړي.


خبرپاڼه کې لیکل شوي: "خلیل‌زاد به په دوحه کې د دواړو خواوو د سولې مرکچي پلاوي وهڅوي چې یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو له مخې، د تېرو دوو لسیزو لاس‌ته راوړنې خوندي کړي او مخکې ولاړ شي."


تمه ده چې زلمی خلیل‌زاد به د سیمې یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم د افغانستان د سولې او د سوداګرۍ د پراختیا په فرصتونو چې سوله به ورته زمینه برابره کړې، خبرې وکړي.


زلمی خلیل‌‌زاد داسې مهال کابل ته راځي چې په دوحه کې هم د سولې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره هڅې روانې دي.


د دې هڅو په دوام د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژیل مېشو او د افغانستان لپاره د ملګرملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز د افغانستان له مرکچي او طالب پلاویو سره کتلي دي.


په دې کتنو کې د سولې له روانې پروسې په ملاتړ او یوې داسې هوکړې خبرې شوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "په دې کتنه کې د سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو په تل‌پاتې ملاتړ ټېنګار وشو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د سولې خبرو په دې پړاو به په مهمو مسایلو خبرې وشي او هغه څه به ترلاسه شي چې د افغانانو خوښه وي."




په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم وايي، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره کتنه یې د سولې لپاره کلک هوډ ښودلی دی.


نوموړي ویلي: "د افغان سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو په رول او له سولې وروسته، په بشري مرسته کې د ملګرو ملتونو په مرستې بحث وشو."


دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې بیا د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په اړه له هیلو سره-سره دا بهېر نه دی پیل شوی.


خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تمه ده چې سبا د دوی د مرکچي پلاوي پاتې غړي هم دوحې ته ولاړ شي.


د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په برخه کې د نړیوالې ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو سربېره، د افغانانو غوښتنه، اوربند او ترخوا یې د روانې جګړې درول دي.


هغه څه چې د دوی له قوله، یوه بریالۍ سیاسي هوکړې ته به ښه زمینه برابره کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net