Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

فعالان او ځوانان: د خوست دولتي ځمکې پټ او څرګند 'چور' او 'تالانیږي'

0
د خوست مدني فعالان، ځوانان او اوسیدونکي له ولایتي ادارې غواړي چې د دې ځای ځمکې دې د کورونو او شخصي موخو په خاطر نه ویشل کېږي.


دوی وايي، د ځینو معلوماتو له مخې د نمونوي لېسې ترڅنګ د ازادۍ مېنې په 'بي' رېزرف سیمه کې  ځمکه سکېج شوې او چارواکي يې په پټه په خپلو منځو کې د کورونو د جوړولو لپاره ویشي.


فعالانو چې د چهارشنبې ورځې ناوخته يې د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې رسنیو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ که ولایتي مسوولین يې غږ وانه وري، نو دوی به د ارګ مخې ته ورشي او د خوست د ځمکو د تالان پر وړاندې به د مخالفت غږ اوچت کړي.


مدني فعال فریدالله قربان وویل، دا چې نمونوي لېسه د کتابتون، ساینس مرکز، نورو فعالیتونو او تفریح لپاره سیمه نه لري، نو د دوی غوښتنه دا ده چې دا ځمکه دې د چور او تالان پر ځای د همدې لېسې برخه جوړه شي.


قربان زیاته کړه: "دغه نمونوي لېسه کتابتون، د ساینس مرکز او ځینو نورو فعالیتونو لپاره ځای نه لري، نو ځوانانو وپتیله چې د هغو مفسدو چارواکو او ځینو کړیو چې په پټه يې دغه نومرې ځانته وېشلې مخه يې ونیسو او پرځای يې دغه ساحه د خوست نمونوي لېسې ته ډالۍ کړو او په راتلونکې کې به په رسمي ډول موږ د دې چارې تعقیب کوو، تر مرکزه يې رسوو، څو دغه ځای په رسمي ډول هم د نمونوي لېسې برخه شي."




د پوهنتون استاد امیر بهیر هم وايي، د خوست مدني فعالان، ځوانان او اوسیدونکي هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د دې ځای ځمکې چور او تالان کړي او تجارت په کې وکړي.


امیر بهیر زیاته کړه، په دې ځای کې ۴۳ نومرې چې په پټه يې رئیسان او چارواکي په خپلو کې ویشي، مخالفت يې کوي او د خوست اوسیدونکي دا ځای نمونوي لېسې پورې تړي.


نوموړي وویل، د ولسمشر صریح هدایت موجود دی چې د ده له حکم پرته هېڅوک د خوست یوه بسوه ځمکه هم نه شي ویشلای.


د منګلو د شورا غړي نظامیر منګل وویل، که چارواکي په دې ځای کې ځانونو ته نومرې ویشي، په کلکه به يې په مقابل کې ودریږي، که ولایتي مسوولین د دوی غږ وانه وري، نو دا ټول ځوانان به ځي د ارګ په مخه کې به دا غوښتنه کوي.


د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو په استازولی فضل جان جهش وویل، په دې ځای کې مافیا دومره پیاوړې شوې چې هرڅه وغواړي هماغه کار کوي، ځکه امکانات، پیسې او اقتصاد د دوی په لاس کې دی.


ده د خوست له اوسیدونکو وغوښتل چې د ځمکو د مافیا پر وړاندې د مبارزې په خاطر ټول یو لاس شي او د دې ځای د ځمکو د چور او تالان مخه ونیسي.


بل لوري ته ولایتي مسوولین د خوستیو فعالانو او ځوانانو د اندېښنو په ځواب کې وايي چې دوی نه یوازې د ښار سټراتيژيک پلان په مقابل کې نومرې نه ویشي، بلکې هغه نومرې چې غیر پلاني توزیع شوي، هغې لپاره په بدیلو قانوني لارو فکر کوي.




د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل: "خوست ښار 'SDF' پلان لري چې د دې پلان تطبیق د خوست ښارسټراتېژیکه پراختیا تضمینوي، زموږ هڅه دا ده چې د یاد پلان په مقابل کې خنډونه له منځه یوسو او هغه نومرې چې د سټراتيژیک پلان پر وړاندې خنډ ګرځي موږ يې په قانوني توګه برابرې کړو، هغه څه چې زموږ د سټراتيژيک پلان پر وړاندې خنډ ګرځي، هېڅکله يې نه توزیع کوو او په دې برخه کې د جلالتماب جمهور رئیس هدایت موجود دی."


بل لوري ته د خوست د مدني فعالانو د اعتراض نږدې یوه ډله نورخلک هم راټول شوي وو او ادعا يې لرله چې دوی په دې ځای کې شل کاله اوسیدلي او پخوانیو حکومتي مسوولینو ورته دا سیمه د کورونو د جوړولو لپاره ویشلې ده.


خو مسوولینو د دې خلکو د ادعاوو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net