Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2021

سویس د ښځو پر نقاب بندیز لګوي

0
په سویس کې د ښځو پر نقاب د بندیز د ټول‌پوښتنې ابتدايي نتایج ښيي چې په دې هېواد کې به په عامه ځایونو کې په هغو چادریو بندیز ولګېږي چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې له سره تر پښو د ځان پټولو لپاره کاروي.


سویس د یکشنبې په ورځ په دې اړه ټول‌پوښتنه وکړه چې په عامه ځایونو کې پر نقاب بندیز ولګوي کنه. 


په ټول‌پوښتنه کې شااوخوا ۵۱ سلنه سویسیانو د هغو وړاندیز په پلوۍ رایې ورکړي چې غواړي، له ګوتو په شمېر استثناوو پرته هېڅوک باید دې هېواد کې اجازه ونه‌لري چې په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي.


که څه هم د مخ پټولو لپاره دې بندیز کې د اعتراضونو پر مهال د مخ پټول هم بندېږي، خو هغو چې په دې اړه‌یې د ټول‌پوښتنې لپاره کمپاین کاوه، دا روښانه کړې چې دا مسئله د هغو مسلمانو ښځو په اړه ده چې په دې هېواد کې نقاب یا بشپړ مخپټونی کاروي.


په دې قانون کې به په عبادت ځایونو، د سویس په سنتي کارنیوال جشنونو کې مخ پټول استثنا وي، همدارنګه پر هغو کسانو په هم دا قانون نه‌عملي کېږي چې د روغتیايي دلایلو له کبله مخ پټوي.


سویس کې دا مهال د کرونا وبا له کبله ماسک تړل لازمي دي.




د سویس ښي اړخو ګوندونو په خپلو تبلیغاتي بنرونو کې د یوې ښځې چې مخ‌یې په تور نقاب پوښلی انځور لګولی او په رأی ورکونکو یې غږ کړی و څو د هغو تدابیرو ملاتړ وکړي چې دوی یې "د سخت دریځۍ پای ته رسول" بولي.


دا موضوع په دې هېواد کې د مذهبي ازادیو، امنیت، اقتصاد او د ښځو د حقونو په اړه د تودو بحثونو په منځ کې راپورته شوې ده.


د سویس حکومت پر نقاب د بندیز سره مخالف و، حکومت وايي ډېرې هغه ښځې چې مخ پټوي د خلیج د بډایو هېوادونو څخه سویس ته ورتلونکې سیلانیانې دي او که پر نقاب بندیز ولګول شي، دا به د خلیج د هېوادونو بډای سوداګر او سیلانیان سویس ته له ورتلو منع کړي.


پر نقاب د بندیز منتقدان هم دا بندیز د مذهبي ازادۍ خلاف او د مسلمانانو سره مخالفت بولي.


یو شمېر نور وايي، داسې قانون ته هېڅ اړتیا نه‌شته، ځکه په سویس کې ډیرې کمې ښځې چې شمېر له لسګونو نه‌زیاتېږي بشپړ نقاب کاروي.


سینټ ګالین چې د سویس له دوو نیمه خپلواکو ایالتونو څخه یو دی او لا دمخه په‌کې پر چادري یا نقاب بندیز لګېدلی، پولیسو ویلي دوی په تېرو دوو کلونو کې چې دا قانون توشېح شوی له دې مسئلې سره نه‌دي مخ شوي.


د دې تدابیرو ملاتړي وايي، دوی پر نقاب د بندیز غوښتنه د ښځو د حقونو لپاره او دې لپاره چې ښځې ټولنه کې یوځای شي کوي.




تر دې مخکې کلونو کې فرانسې، بلجیم او اتریش په خپلو هېوادونو کې د چادریو د مخنیوي لپاره د مخ پر بشپړ پټولو یا نقاب بندیز لګولی دی.


سویس چې د مستقیمې ولسواکۍ سیستم عملي کوي، په هر څو میاشتو کې په‌کې په ملي او سیمه‌ییز کچه په مسایلو ټول‌پوښتنې او رأی اخیستل ترسره کېږي.


د اته نیم ملیونو وګړو په دې بډای هېواد کې هره موضوع چې وکولای شي د ملاتړ لپاره د ۱۰۰ زرو کسانو لاسلیکونه راټول کړي، په ملي کچه ټول‌پوښتنې ته وړاندې کېدای شي.


سویس به همدارنګه په څو نورو مسئلو لکه د برېښنايي پېژندپاڼو په معرفي کولو او له اندونیزیا سره د سوداګرۍ پر هوکړې هم ټول‌پوښتنه وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net