د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې او د سیمې د هېوادونو ونډه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ده.
د دې وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې ګټه رسېږي.
ښاغلی پرایس زیاتوي: "د انصاف خبره دا ده چې ووایو، موږ د روسیې او د سیمې هېوادو ونډه د افغانستان په امن او ثبات کې مهمه ګڼو. پخوا مو هم له روسیې سره د افغان سولې د ملاتړ په هدف له روسیې سره کتلي دي، خو د اوس لپاره داسې د کومې غونډې خبره نهشته... Читать дальше...
په پکتیا کې یو څارنوال د مرکز ګردېز اړوند لومړۍ امنیتي حوزه کې وژل شوی دی.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي نن رسنیو ته د دې پېښې په تړاو وویل: "د پکتیا استېناف څارنوالۍ څارنوال شهید حسنیار خپل کلي خطابه کې د شپې ۱۱ بجو شاوخوا کې د ترورېستانو له لوري شهید شوی دی."
والي زیاته کړه چې قاتلان تښتېدلي دي او کشفي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو په لټه کې دي.
د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
ترکیې ومنله چې استانبول به د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۲» وویل، دا کنفرانس دوحه کې د سولې د روانو خبرو په همغږۍ او د دې خبرو د چټکتیا په هدف کېږي، نه دا چې په قطر کې د سولې روانو خبرو ځای نیسي.
روېټرز خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، د دې ناستې هدف دا دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په معنیداره ډول مخکې ولاړې شي.
ښاغلي اوغلو دا هم ویلي... Читать дальше...
موږ یوازې جمهوریت غواړو. ډېموکراسي هغه څه دي چې موږ یې اوس اړتیا لرو. موږ ورته ځکه ضرورت لرو چې خلک مري. [ملګري ملتونه] باید زموږ مرسته وکړي او زموږ غږ واوري
د افغانستان ولسي جرګه کې د کندز استازې فاطمه عزیز د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه.
د فاطمه عزیز د کورنۍ غړي او خپلوان تأییدوي چې مېرمن عزیز نن سهار (جمعه د کب ۲۲مه) د سویس په یوه روغتون کې مړه شوه.
د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس عبدالقادر ځاځي د فاطمه عزیز مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه وبلله.
ده وویل: "د ولسي جرګې یوه محبوبه استازې ډاکتر فاطمه عزیز نن د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه."
د افغانستان جمهوري ریاست او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د فاطمه عزیز پر مړینه خواشیني ښودلې ده. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وايي، هر بالغ امریکایي وګړی به د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې مخکې د واکسین مستحق وي.
جو بایډن دا خبره د ۱،۹ ټریلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اقتصادي محرک د بستې تر لاسلیک وروسته پر ملي ټلوېزیون په خپله لومړۍ مهمه وینا کې وکړه.
ولسمشر بایډن هیله وښوده چې د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې یعنې د جولای تر څلورمې پورې به د امریکا ملت عادي حالت ته وګرځي.
ښاغلي بایډن زیاته کړه: "زه به د خپلواکۍ دا ورځ واقعاً خاصه ورځ کړم، موږ به نهیوازې د ملت په توګه خپله خپلواکي ولمانځو، بلکې... Читать дальше...
بریتانیا د افغانستان د پوهنې وزارت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې له ۱۲ کلونو د پورته عمر لرونکو نجونو پر ترانې ویلو یې بندیز لګولی دی.
د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي، دوی له دې پرېکړې وروسته، د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.
ټلګراف د دې هېواد د بهرنیو اړیکو د پراختیا د ویاند دفتر له قوله لیکلي "دوی سمدستي د دې پرېکړې په اړه د افغانستان له پوهنې وزارت څخه روښانتیا غوښتې او له دې هېواد سره د ښوونې او روزنې په برخه کې د خپلو مالي مرستو... Читать дальше...
شاهد خاقان عباسي تور پورې کړی چې وزیراعظم او د سېنټ پخوانی چېرمېن صادق سنځراڼی د دې کمېرو په لګولو کې لاس لري.
د افغانستان اقتصادي ودې په موخه په څلورو زونونو کې داسې اقتصادي کمپلېکسونه جوړيږي چې له مخې به يې د ولسواليو او کليو بزګرانو حاصلات په ښه کيفيت او قيمت په سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو کې بازار پيدا کړي.
دا مهال په کندهار ولايت کې د دې کمپلېکسونو لومړۍ هغه تر کار لاندې دی.
نور حال یې په دې ويډيو کې ليدلی شئ.
پاکستان کې یوې پاکستانۍ ډیزاینرې هما عدنان د افغان کډوالو مېرمنو لپاره د کاري زمینو رامنځته کولو لپاره د لاسي صنایعو د جوړولو یو کار ځای جوړ کړی چې په ډېر شمېر مېرمنې په کې په کار بوختې دي.
نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي.
پي ټي اې دا ګام د مارچ پر ۱۱مه د پېښور هايکورټ له امر وروسته پورته کړ او ټولو انټرنېټ رسوونکو کمپنيانو ته يې په سمدستي توګه د ټيک ټاک اېپ بندولو لارښوونه وکړه.
د میانمار پوځي واکمنو د کودتا ضد مظاهرهچیانو د ځپلو په دوام د دې هېواد پر پخوانۍ مشرې د فساد نوي تورونه لګولي دي.
د میانمار یا برما پوځي واکمنو پر انګ سان سوچي د سرو زرو او د شپږ لکه امریکايي ډالرو معادل بډو د منلو تور لګولی دی.
د میانمار د پوځ ویاند برید جنرال ژاو مېن تون پرته له دې چې د دې تورونو لپاره دلایل وړاندې کړي، پرون پنجشنبه وویل پوځ دا راپورونه څو ځلې وڅېړل او زیاتهیې کړه چې په دې اړه د فساد ضد کمېټې څېړنې روانې دي.
د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د مېرمن سوچي د حکومت پر ضد له کودتا... Читать дальше...
د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یو وار بیا ټیکټاک اپ چې د چین دی او لنډې وېدیوګانې خپروي، بند کړ.
دې ادارې وروسته له دې پر ټیکټاک بندیز ولګاوه چې یوې محکمې امر وکړ چې دا اپ بېحیايي خپروي او باید منع شي.
د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یا پي ټي اې پرون (پنجشنبه) وویل، ټیکټاک یې د پېښور د لوړې محکمې له حکم سره سم بند کړی دی.
د پېښور محکمې ویلي چې دا حکمیې د خلکو د عریضې پر اساس کړی دی.
د تېر کال په اکټوبر کې هم د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې ټیکټاک بند کړ، خو ۱۰ ورځې وروستهیې بېرته بندیز لیرې کړ.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، لوېدیځو هېوادونو په یوه اعلامیه کې پر مارب ښار د حوثي یاغیانو حمله غندلې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او امریکا حکومتونه د یمن پر مارب ښار د حوثیانو پرلهپسې بریدونه او همداراز پر سعودي عربستان د دې ډلې حملې غندي.
حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د مارب ولایت د نیولو لپاره حملې پیل کړې دي.
دا ستراتېژیکه سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستۍ اډه ګڼل کېږي.
ډنمارک او ناروې د کرونا ویروس پر ضد د استرازینیکا واکسیناسیون په موقتي ډول ودراوه.
ډنمارکي چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل، د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبلهیې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی.
راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې دا واکسینیې وکړ.
ویل شوي چې دې واکسین د ځینو کسانو په وینه کې غوټې پیدا کړي، خو دا لا څرګنده نهده چې څو کسانو ته دا ستونزه پېښه شوې ده.
د ډنمارک د روغتیا وزیر په یوه ټویت کې لیکلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اوس ممکنه نهده او نورو څېړنو ته اړتیا ده. Читать дальше...
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د وضعیت په وړاندې خبرداری ورکړ او د دغه هېواد له سیاستوالو یې وغوښتل چې د یوه نوي حکومت په جوړولو د هېواد اقتصاد له ناورینه وژغوري.
ژان ایو لودریان وویل، د لبنان تر بشپړه پاشل کېدو پورې ډېر وخت نهدی پاتې او دا پاشلتیا به نهیوازې د لبنان د خلکو لپاره ناورین وي، بلکې په دې هېواد کې سلګونو زرو سوري او فلسطیني کډوالو او درستې سیمې ته به غمیزه وي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون تېر کال د لبنان لپاره د لارې یوه نقشه وړاندیز کړه او په دې توګهیې هڅه وکړه چې په لبنان کې نوی حکومت جوړ شي. Читать дальше...
قطر په مسکو کې د بینالافغاني خبرو د راروانې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د قطر او روسیې ترمنځ منظم تماسونه او همغږي شته.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې نورو غونډو ته په دوحه کې د سولې له پیل شوي بهیر سره د سیالۍ په سترګه نهګوري. ال ثاني وویل چې برعکس دا ډول غونډې د قطر د خبرو پر بنسټ د سولې پروسه لا پیاوړې کوي.
ال ثاني زیاتوي: "موږ... Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفیر یو ځل بیا پر هند تور ولګاوه چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترورېستي فعالیتونو د تنظیم لپاره کاروي.
منصور احمد خان له ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې اړه څرګندونې وکړې: "له بده مرغه هند د افغانستان له خاورې او ځینو عناصرو څخه پاکستان ته د ځینو ترورېستي ډلو په وسیله د ترورېستي فعالیتونو د وړلو لپاره کار اخلي."
نوې ډېلي او کابل له څو لسیزو راهیسې پر پاکستان پرلهپسې تورونه لګوي چې د افغانستان او هند د دولتونو مخالفو افراطي ډلو مرکزونو ته په خپل قلمرو کې ځای ورکوي او وسلهوال یې روزي. Читать дальше...
۲۰۵ اتل قول اردو تأیید کړې ده چې د دې قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپی د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د اتل قول اردو درستیزوال برید جنرال عبدالمتین حسنخېل رسنیو ته ویلي چې ډګروال ساپی تېره شپه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو. ښاغلي حسنخېل په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
د کندهار په پنجوایي، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.
ټاکل شوې چې د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې بېټېنګ ته دوام ورکړي.
دې لوبډلې پرون ۵۰ منډې وکړې او هېڅ لوبغاړی یې ونهسوځېد.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې ۵۴۵ منډې وکړې په داسې حال کې چې څلور لوبغاړي یې وسوځېدل.
افغان لوبغاړي به نن هڅه وکړي چې د سیالې لوبډلې لوبغاړي ژر تر ژره وسوځوي.
د زېمبابوې او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټېست لوبو لومړۍ زېمبابوې وګټله.
دواړه لوبډلې به درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وکړي چې د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیلېږي.
د متحده ایالاتو او اسرائیلو د ملي امنیت سلاکارانو د لومړي ځل لپاره د ایران او نورو سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د ده د اسرائیلي سیال مییر بن شبات «Meir Ben-Shabbat» ترمنځ لومړنۍ مشورتي ستراتېژیکه غونډه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت نهغواړي د ایران اټمي موافقې د راژوندي کولو په هڅو کې اسرائیل خپه کړي.
د ولسمشر بایډن امنیتي ټیم د ایران په برخه کې له اسرائیلو سره تماسونه زیات کړي دي. ښاغلي سولیوان له... Читать дальше...
جرمني د منځني ختیځ په اړه د واشنګټن د نوي سیاست هرکلی کړی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون پنجشنبه په پاریس کې وویل امریکا د فلسطینیانو او اسرائیل د کړکېچ په مسئله کې د دوو دولتونو د تأسیس حل لاره غواړي. هغه زیاته کړه چې دا د جرمني لپاره هیله بخښونکې خبره ده.
ښاغلي ماس دا څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې په هغه غونډه کې وکړې چې د فرانسې، مصر او اردن د بهرنیو چارو وزیران هم پهکې حاضر وو.
د دې څلورو هېوادونو په ګډون ډله په فبرورۍ میاشت کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې جوړه شوه او تر اوسهیې څو ځلې غونډې کړې دي. Читать дальше...
اروپايي کمېسیون د امریکايي شرکت جانسن انډ جانسن کمپنۍ واکسین ته د اروپايي ټولنې په بازارونو کې د خرڅلاو اجازه ورکړه.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین د اروپايي ټولنې د درملو د کیفیت د ارزونې د کمېسیون لهخوا د دې واکسین له تأییدېدو وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کې وویل چې لا خوندي او لا اغېزمن واکسینونه بازار ته راځي.
د جانسن او جانسن واکسین یوازې یو دوز تطبیقېږي.
مېرمن فن دیر لاین زیاته کړه چې د ورکړل شويو فرمایشونو په اساس به په اروپايي ټولنه کې له ۲۰۰ ملیون زیاتو خلکو ته د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین ورکړل شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، لسګونه ملیونه انسانان به ګڼو هېوادونو کې تر ډېره حده د شخړو له کبله د سختې لوږې له خطر سره مخامخ شي.
ګوترش دا خبره پرون د امنیت شورا د لوړې کچې غونډې ته وکړه، ویېویل چې له فوري اقدامه پرته به ملیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخامخ شي.
سرمنشي وویل، تر ۳۰ ملیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په درشل کې دي.
د ده په وینا، سره له دې چې تر ډېره جګړې د لوږې سبب دي، خو اقلیمي بدلون او د کرونا وبا هم ورسره مرسته کړې ده. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Открытый московский фестиваль конного искусства и спорта пройдет на ВДНХ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Двенадцать казахстанских теннисистов поднялись в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Лесопожарные станции в Подмосковье получили новые грузовики
Путин в России и мире
Москва
Собянин поздравил Путина со вступлением в должность президента России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Белоруссия реагирует на обострение обстановки вблизи границ страны
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
Программу к 100-летию Булата Окуджавы представят псковичам 13 мая
Москва
Проверка на прочность. Ледокол «Якутия» проходит швартовные испытания
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net