Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2026

Новости за 21.02.2026

تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي. د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي. په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.

سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي

Pa.azadiradio.com 

سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي. د سربیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ ویلي: "د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله، د سربیا جمهوریت اتباعو ته توصیه کېږي چې ایران ته سفر ونه کړي. ټولو هغو کسانو ته چې په ایران کې دي هم سپارښتنه کیږي چې ژر تر ژره له هغه هیواده ووځي." سربیا مخکې هم له خپلو اتباعو څخه د جنوري په نیمایي کې له ایرانه د وتلو غوښتنه کړې وه. په جلا توګه، د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمو سټرنګارډ په ایکس پاڼه لیکلي چې "موږ په ایران کې د سویډني اتباعو... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام؛ د پاکستان او نیوزیلند لوبه باران وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د پاکستان او نیوزیلنډ لوبه د باران په سبب ونه شوه. دغو دواړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو. یکشنبه به د نړیوال جام په لوبو کې لومړی سریلانکا له نیوزیلنډ او بیا به ماښام مهال هند له جنوبي افریقا سره مخ شي. د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د هند، جنوبي افریقا، ویست اندیز او زمبابوې ټیمونه په اول ګروپ کې دي. د نیوزیلنډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا ټیمونه په دویم ګروپ کې دي. دا وار په ګروپي دور کې د افغانستان او اسټرالیا په څېر ځینې لوبډلې چې مخکې ښې ځلېدلې وې حذف شوې.



د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي. ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی. هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي. سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې. ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو تایید کړه چې د ایران په مظاهرو کې افغانان هم وژل شوي او بندیان دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې تایید کړې چې په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال افغانان هم وژل شوي دي. افغانان چې د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس شاوخوا پنځه میلیون یې په ایران کې اوسیږي له زیانګالو لږکیو دي او په نورو پخوانیو کړکیچونو کې هم ورته زیانونه اوښتي دي. که څه هم ایراني چارواکو او افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو لا د ایران په وروستیو مظاهرو کې د وژل شویو افغان اتباعو په اړه څه نه دي ویلي خو د خواله رسنیو کاروونکو او فعالانو او ځینو نورو رسنیزو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ځینو افغانانو... Читать дальше...

یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو

Pa.azadiradio.com 

برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی. تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.



د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: د پښتو ژبې تاريخ او ننګونو ته کتنه

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. Читать дальше...

د فبروري ۲۱ مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر بهر میشتې افغان کورنۍ وایي، د خپلو ماشومانو د ژبې او کلتوري هویت د ساتنې لپاره یې هغوی د مورني ژبې په انلاین کورسونو کې شامل کړي دي. د زده‌کړو د برخې یو شمیر پوهان وایي، هغه ماشومان چې خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي، د نورو ژبو په زده‌کړه کې هم ښه وي.

ولسمشر ټرمپ د تعرفو په برخه کې د سترې محکمې پریکړه شرموونکې وبلله

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه چې د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې د هغه د مخکنیو تعرفو یوه برخه غیرقانوني اعلان کړه؛ نوي اجرایي فرمانونه صادر کړل. د دې فرمانونو له مخې د امریکا د تجارتي شریکانو پر ټولو وارداتو د یو سل او پنځوس ورځو لپاره لس فیصده تعرفه وضعه شوه. د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په شپږو موافقو او دریو مخالفو راییو سره د ولسمشر ټرمپ هغه تعرفې رد کړې چې د بیړنیو حالاتو د قانون پر بنسټ لګول شوې دي. سترې محکمې وویل چې ولسمشر دا واک نه لرې چې د امریکا پر تجارتي شریکانو تعرفې ولګوي. د... Читать дальше...

ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي. ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي. ریچارډ... Читать дальше...

د ږیرې په اړه د طالبانو امر نایان د وېرې ښکار کړي دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سړیو ته امر کړی دی چې له "شریعت سره سمه،" تر یو موټي پورې اوږده ږیره پرېږدي. نایان وايي، که د امر سرغړونه وکړي او د چا ږیره ډېره وړه کړي، نو د ګرفتارېدو له خطر سره مخامخېدای شي. د فرانسې خبري اژانس د دې راپور جوړولو پر مهال هغو کسانو ته د خطر پېښېدو مخنیوي په خاطر د هغوی څهره بشپړه نه ده ښوولې، غږ یې وربدل کړی او ورته یې فرضي نومونه کارولي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net