د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي:
«لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. Читать дальше...
په افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او په دې وژونکې ناروغۍ د مړینو پر زیاتوالي یوه بنسټ سخته اندېښنه وښوده.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا پرون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد نویو واکمنانو اسد حسن الشیباني د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نن ماښام چاودنه وشوه.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه سراى سنګ او لومړۍ امنيتي حوزې ته نږدې يوه ريکشا کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.
د چاودنې شدت د ځايي اوسېدونکو تر منځ وېره خپره کړې او طالبانو امنيتي ځواکونه سيمې ته لېږلي دي.
تر اوسه طالب چارواکو د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د شمېر او احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه خصوصي ټلویزیون دا ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې شوي، خو په کابل کې لا هم د دغه ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
وړاندې لیکل شوي، چې د دغو کسانو محاکمه به یوه اوونۍ وروسته وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې چې دا قضیه پای ته ورسوي.
د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.
د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي.
پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي.
د جرمني صداعظم اولاف سولڅ د ماګدي بورک ښار پر کرسمس بازار چې له دوه سوو زیات کسان په کې ټپیان او پنځه نور په کې ووژل شول، یو وحشناکه عمل بللی دی.
شولڅ نن شنبې د (ډیمسبر۲۱مه) د پېښې له ځایه د کتنې پر مهال ویلي، "هیڅ ځای د کرسمس بازار پرتله سوله ییز نه دی".
هغه وړاندې ویلي، دا یو ډیر وحشناکه عمل دی چې د خلکو د خوشالۍ په جشن کې داسې یو برید وشي.
هغه وویل،" د پېښې له بریدګر سره به قانوني چلند وشي".
د ساکسن انهالت والي راینر هازل اوف ویلي، "د مرګژوبلې هغه شمیرې چې پرون ماښام له برید وروسته خپرې شوي، له اوسنیو شمیرو سره لوړ توپیر لري". Читать дальше...
له ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي له ډول ډول اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي افغانستان ته په راستنېدو سره ورته هېڅ ډول کاري زمینه نه ده برابره شوې او اوس د هوا په سړېدو او د ژمي په راتګ یې ستونزې دوه برابره زیاتې شوي دي.
د افغانستان الله محمد غضنفر پنځه او راشد خان درې وکټې واخیستې. له هغه وروسته پیلیز لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه. په دوی کې صدیق الله اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹ منډې وکړې.
د طالبانو مشر د تقاعد په برخه کې نن یو نوی فرمان خپور کړ چې د دې فرمان له مخې د جمهوري نظام او له هغه راوروسته مامورین د تقاعد د اخیستو مستحق ګڼل شوې دي.
خو د فرمان پر اساس د تیرنظام مامورین باید یو لړ قانوني مراحل ترسره کړي.
ازادي راډیو د دې فرمان له رسمي اعلان وړاندې، د دې فرمان یوه کاپي د لیندۍ په ۲۸مه ترلاسه کړی وه.
ازادي راډیو په همغه ورځ د دې فرمان په اړه د متقاعدین نظر هم پوښتلی و، چې ډیر شمیر متقاعدینو ویلي وو، د طالبانو دا نوی فرمان د اضافي ننګونو او سرګرداني سبب کیږي.
خو یو شمیر نورو... Читать дальше...
ترکي چارواکي وايي، ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال يې نیولي دي.
د ترکي ین ټي وي تلویزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دغو کډوالو په ترکیه کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه درلود.
د ین ټي وي د راپور پر بنسټ، د دې کډوالو له ډلې ۲۱ يې افغانستان ته ډپیورټ شوي دي.
بل پلو، ترکي چارواکو ویلي، درې کسان يې د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضايي اروګانو ته يې سپارلي دي.
د رسمي شمیرو له مخې څه باندې درې لکه افغانان په غیرقانوني توګه په ترکیه کې ژوند کوي.
ترکیه چې اروپا ته د رسیدو پر لار پروت هیواد دی،... Читать дальше...
د پاکستان پوځي عدالت وايي، د عمران پر پلوۍ د تیر کال په خونړیو لاریونونو کې ۲۵ تورونو کسانو ته سزوارې اورولي دي.
د پاکستان پوځ نن شنبې د (ډیمسبر۲۱مه) په یو بیان کې ویلي، دا کسان د ۲۰۲۳ کال د مې په پېښو کې په پاکستان کې د تاواتریخوالي په رامنځته کولو تورن وو.
په بیان کې راغلي، دغو کسانو ته له دوو تر ۱۰ کلونو د بند سزاوې ورکړل شوي دي.
د پوځ په بیان کې وړاندې راغلي، د تیر کال د مې نهمه، چې د پاکستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده، د سیاسي انګیزه له کبله رامنځته شوې وه.
خو د پاکستان د تحریک انصاف... Читать дальше...
د اسراییلو پوځ وايي، له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی.
د پوځ په خبره، د توغندي د لګیدو له کبله په سیمه کې د ماتو شیشو په وجه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
پوځ وړاندې ویلي، ۱۴ نور کسان هغه مهال ټپیان شول چې د خطر زنګ له اوریدو وروسته یې هڅې کولي په امن ځایونو کې پټ شي.
د اسراییلو د پوځ په خبره، دا برید نن سهار وختي شوی دی.
دا دوه بریدونه وروسته له هغې دي چې د اسراییلو پوځ د یمن پر پلازمینه صنعا او حدیده ساحلي ښار چې د حوثي یاغیانو په واک کې دي هوايي بریدونه وکړل.
بل پل، په یمن کې... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بې وزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د دغې ادارې مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د ډېسېمبر پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږکال په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې لوړې دي، او د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي.
ساپي وویل چې د سخت ژمي پر مهال به نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري.
هغه زیاته کړه چې د کار او خوړو د نشتوالي له امله کورنۍ د خپلو کورونو تودولو یا خپلو ماشومانو د تودولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ دي. Читать дальше...
د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.
د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي.
پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي.
د چارواکو په خبره، تیره شپه یو جرمن داکټر چې په خټه عرب دی او دوه لسیزې وړاندې جرمني ته راغلی و، یو کرايي موټر يې د کرسمس پر بازار وربرابر کړی چې ډيرو خلکو ته يې مرګژوبله واړوله.
تراوسه د دې کار اصلي علت معلوم نه دی.
د جرمني حکومت د دې ورځ په مناسبت نن شنبې په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی. Читать дальше...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، "د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د افغانو نجونو غږ تاییدوم".
ښاغلي کرزي نن د (ډیمسبر۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "تعلیم د نجونو اساسي حق دی او افغانستان به د دې نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري.
هغه وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو د دوه کلنۍ په مناسبت غوښتي، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.
طالبانو دوه کاله وړاندې د ډیسمبر په ۲۲مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو فرمان صادر کړ. که څه هم دا طالبانو... Читать дальше...
په پاکستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا ډېره شوې ده. د راپورونو له مخې، یوازې د نومبر په میاشت کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان د ترهګرۍ پېښو کې وژل شوي وو. په دې اړه، د نېکټا او د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر احسان غنې سره د مشال راډیو خبریال طاهر خان مرکه کړې ده.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۱مه په یوه بیان کې ویلي چې فیلډ جنرل کورټ مارشل په لومړي پړاو کې ۲۵ ملزمانو ته سزاګانې ورکړې دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net