
د یاد ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان د سېپټېمبر د ۲۱مې نېټې په ماښام د وینا پر مهال وویل، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې جلسه د ماښام په شپږو بجو ختمه شوې ده.
په پکتیا کې د ۲۱۰ز ځوانانو لپاره د خیاطۍ، د موبایل ټېلېفونونو او برېښنايي نظام او الاتو د ترمیم په برخو کې د کسبي زده کړو پروګرام پیل شوی دی. ځوانان وايي خوشاله دي چې کسب به زده کړي او په ازاد بازار کې به کار پیل کړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته د بېکارۍ کچ لوړ شوی او ډېری ځوانان په خطرناکو او قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي. ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د اړمنو او بې وزله خلکو شمېر شاوخوا ۳۴ مېلیونه ته رسېدلی دی. ویډیويي رپورټ.
داعش خراسان څانګه له نهو کلونو راهیسې په سیمه کې فعاله ده. دې ډلې، چې د واشنګتن د ترهګرو په تور لست کې شامله ده نړیوال اندیښمن کړې دي. څرنګه ممکنه ده چې دا ډله وځپل شي او د فعالیتونو مخه یې ونیول شي؟ په دې اړه دلته بحث لیدلی شئ
د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۰مه، په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند صوبو کې ثبت شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د پولیسو افسرانو څلور کسیزه کمېټه جوړه کړې ده، چې په اووه ورځو کې به پلټنې کوي. د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار په اسمبلۍ کې وویل چې د پولیسو په بند کې د ډاکټر شاهنواز وژنه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او د پلټنیزې کمېټې سپارښتنې به عملي کوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په سوات، کوهستان او قبايلي ضلعو کې د ناموس په نامه وژنې زياتې شوې دي. د غير سرکاري ادارو له ارقامو سره سم د خيبر پښتونخوا په سوات کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې له ۲۰ زياتې ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وايي، په ټولنه کې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي نه شتوالی، د پوليسو له خوا ناسمې پلټنې او بيا له اغېزمنې کورنۍ سره روغه جوړه هغه لاملونه دي چې په دې پېښو کې ککړ کسان خوشې شي يا ورته سزا نه ورکول کېږي. خو چارواکي... Читать дальше...
مخکې د لاهور انتظامیې ګوند ته له مینار پاکستان سره د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې.خو د سېپتمبر پر ۲۰مه ناوخته پي ټي ای ته د لاهور په کاهنه سیمه کې کې د جلسې اجازه ورکړل شوه.
په کرک ضلع کې د تېلو او ګیسو پراخې زیرمې شته، خو د سیمې خلک شکایت کوي چې دوی ته په دې منابعو کې برخه نه ورکول کېږي. د سېپټمبر پر ۱۶مه، په نشپه سیمه کې ځایي خلکو د تېلو کوهيانو مخې ته پرلت وهلی دی، چې پکې د وړیا ګیس او د ګیس د فشار زیاتولو غوښتنه کېږي. د سیمې حکومتي مشران وایي چې دوی هڅه کوي د خلکو غوښتنو د منلو لپاره قانوني لارې ولټوي. دا لومړی ځل نه دی چې په کرک کې خلک د خپلو حقونو او اسانتیاوو لپاره احتجاج کوي. له دې وړاندې هم ورته احتجاجونه شوي، خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوې. ویډیویي رپورټ.
د غزې له جګړې وتلي ځينې ماشومان له خپلو کورنيو سره قطر ته تللي او هلته د فلسطينيو ماشومانو لپاره په جوړ شوي ځانګړي ښوونځي کې زدکړې کوي. له هغو ماشومانو يې يو محمود يوسف عجور هم دی چې خپلو هيلو او ارمانونو ته رسېدل غواړي. احمد شاه اعظمي په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.