
په بنو کې د جولای پر ۱۹مه د امن مارچ په نوم د احتجاجي لاریون پر ګډونوالو د ډزو تر پېښې وروسته له پوځي چاوڼۍ سره نېږدې پرلت روان دی. پرلتوال وايي په ډزو کې دې ککړ کسان معلوم او پر ضد دې یې قانوني کاروايي وشي او حکومت دې په سیمه کې امنیت بحال کړي. په هغو ډزو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او صوبايي حکومت د پېښې د رڼو پلټنو اعلان کړی دی. په همدې حال کې حکومتي چارواکو له پرلتوالو سره خبرو ته دوام ورکړی دی خو دواړه خواوې لا څه نتیجې ته نه دي رسېدلي. له تېرو درو ورځو راهیسې په بنو کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ هم تړل شوی دی. Читать дальше...
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې له چتراله تر ډېره اسماعیل خان او ان تر بلوچستان پورې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده. د جمعیت مشر په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون پر وسلوالو ډلو هم انتقاد وکړ او و یې ویل چې وسلوالې ډلې له یو بل سره تړلې دي. ده وویل چې وسلوال یوازې د ریاست پر ضد نه جنګېږي بلکې ملکیان هم په نښه کوي. Читать дальше...
د پرلت کمېټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي ولسیار خان د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پلاوي د جولای پر ۲۰مه په کوټه کې د پرلت له استازو سره د مذاکراتو وروستی پړاو ترسره کړ.
د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د کانکور اول نمره اتل خان رحیمزوی وایي، د لومړي مقام په ګټلو خوشحاله دی او هیله لري چې په راتلونکي کې افغان ولس ته د خدمت مصدر وګرځي. رحیمزوی د کابل له حبیبې لېسې فارغ او د ۳۵۹،۶۱ نمرو په اخیستلو د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې پر قونسلګرۍ حمله چا او ولې کړې او نوعیت یې څه وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جرمني څانګې دعوه کړې ده چې د "پاکستان حکومت یې د سوله ییزو مظاهرو د ګډوډولو هڅې" کوي.
د بنګلادېش حکومت د زده کوونکو د قهرجنو مظاهرو د مخنیوي لپاره د پلازمېنې ډاکې په ګډون په لویو ښارونو کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی او موده یې هم غځولې ده. د جنوبي اسیا د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي چې پر مهال یې د زده کوونکو د مخالفو ډلو ترمینځ د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان وژل شوي دي. ناقدین وايي چې په سرکاري ملازمتونو د برخې ځانګړې کولو پروژه د وزیراعظمې حسینه واجد د ملاتړیو ګټه رسوي. Читать дальше...
د سوات محمد هلال له تېرو څو لسیزو راهیسې په سیند کې ډوب شوي کسان ژغوري او مړي باسي. ۵۰ کلن هلال وايي، دا کار د خدمت په جذبه کوي او تر اوسه یې سلګونه جسدونه موندلي دي. په خیبر پښتونخوا کې په اوړي کې ډېری کسان په سیندونو او نهرونو کې لامبي چې ځینې یې بیا ډوبېږي. له دې پرته د کښتیو ډوبېدو یا طبیعي ناورینونو پر مهال هم خلک په اوبو کې ډوبېږي. ویډیويي رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.