د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۸مه) په هرات ولایت کې د سنوکر ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي دي.
د افغانستان بدني روزنې د معلوماتو لهمخې چې دا د سنوکر ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو دیارلسم پړاو دی.
په دې سیالیو کې د کابل، هرات، ننګرهار، غور او فراه ولایتونو ۱۰۵ لوبغاړو برخه اخيستې ده او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې په استازولۍ ریس خان سندزي او صالح محمد محمدي څو ځل د اسيا په کچه په نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.
د کنفرانس هدف پاکستان ته د نړیوالو مرستو جلبول دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف جینیوا ته له سفر مخکې یکشنبه په یوه بیان کې وویل: "میلیونونه پاکستانیان د بېساري ناورین (سېلابونو) له امله زیانمن شول، د بیا رغونې لپاره خواخوږۍ ته اړتیا لري."
د کنفرانس کوربانه د پاکستان صدارعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دي او دوی تمه لري چې شاوخوا شپاړس اعشاریه درې (۱۶.۳) میلیارده ډالره مرسته د پاکستان لپاره ټوله کړي څو په مټ یې په دغه هېواد کې د تېر کال د سېلابونو له امله زیانمنې سیمې ورغوي. Читать дальше...
د ایران د رژيم لهخوا د دوو ځوانو معترضینو تر اعدام وروسته د خلکو لاریونونو او غبرګونو زور اخیستی.
په تر ټولو تازه غبرګون کې د ایران د فوټبال د ملي ټیم غړي مهدي طارمي ویلي چې: "د دار په رسۍ سره عدالت نهشي ټینګېدی."
طارمي د ایران چارواکو ته په خطاب ویلي، په زندانونو کې ګڼشمېر اختلاسګر او جنایتکاران شته خو بېچاره ځوانان چې د پوښتنې څوک نهلري یو په یو اعداموئ.
د ایران قضایه قوې شنبه اعلان وکړ چې محمد مهدي کرمي او محمد حسیني د یوه بسیجي د وژلو په تور په کرج کې اعدام شول.
په دې سره په ایران کې د بندي معترضینو له ډلې څلور تنه اعدام شوي. Читать дальше...
د طالبانو اوه عسکر د کابل – جلال اباد په لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ټپيان شوي.
دا خبره باختر اژانس پرون راپور کړې ده.
د لغمان د ټرافیکو رئیس حبیب الله مبارز ویلي چې، د طالبانو یو پوځي ګاډی له یوې لارۍ سره لګېدلی او پهکې اوه طالب ځواکونه ټپيان شوي.
ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او وضعه یې په ښه کېدو ده.
ایران په پام کې لري چې په تهران پوهنتون کې له افغانستان څخه نورې ښځینه محصلانې هم ومني.
د ایران مهر خبري اژانس پرون (د جنورۍ ۸ مه) راپور ورکړ چې، د افغان محصلینو لپاره د سکالرشیپونو له امله د پوهنتون بودیجه زیاته شوې ده.
د تهران پوهنتون یوه چارواکي معصوم ملک وویل، چې د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی به ایران ته دا وړتیا ورکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې زیات افغان محصلین په ځانګړې توګه ښځې ومني.
د راپور لهمخې، اوسمهال د تهران په پوهنتون کې ۴۷۰ افغان محصلین په زدهکړو بوخت دي، چې ۱۴۰ یې ښځې دي.
د طالبانو... Читать дальше...
د افغانستان بانک ویلي، دغه هېواد ته د نغدي مرستو د نه رسېدو خبره حقیقت نهلري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه بانک چارواکو پرون په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې او له رسنیو یې غوښتي چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم راپور ورکړي.
بانک له څه وخت راهیسې کابل ته د څلوېښتو میلیون ډالریزو بستو د رسېدو په اړه تازه معلومات هم نهدي ورکړي.
تېر څو میاشتې به د ملګرو ملتونو لهخوا د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالره کابل ته انتقالېدې.
د افغانستان بانک داسې وخت د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي چې، د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...
د ناروې د کډوالۍ شورا مشر اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځینه کارکونکو له موجودیت پرته دوی نهشي کولی په افغانستان کې حیاتي مرستې بېرته پیل کړي.
جان اېګلند تېر ماښام (د جنورۍ ۸ مه) کابل ته له رسېدو وروسته په ټوېټر کې وویل، له دې امله چې ښځینه کارکوونکې نهلري، په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته نهشي رسېدلای.
ښاغلي ایګلنډ دا هم وویل چې، د ناروې د کډوالۍ شورا د افغانانو ټولو ارزښتونو ته درناوی کوي چې په هغو کې د هغوی د جامو، سفر او کاري چاپيریال مسایل شامل دي.
خو هغه اعلان وکړ چې د دې ادارې نږدې... Читать дальше...
د افغانستان د مبارزو ښځو خودجوشه حرکت د یکشنبې په ماښام ازادي راډيو ته تایید کړه چې، د دوی یوه مخکښه همکاره او د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ تر شاوخوا دوه میاشتني بند وروسته خوشې شوې.
د دغه حرکت په خبره د فرحت پوپلزۍ کورنۍ د هغې د خوشې کېدو خبره د ځينو ملحوظاتو په خاطر تر دې دمه پټه ساتلې او ډېر جزییات يې نه رسنیز کوي.
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې او مخکښې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته په یوه لنډ پیغام کې د فرحت پوپلزۍ د خوشې کېدو خبره تایید کړه.
تر دې مخکې ګڼې هغه ښځې چې د طالبانو له بند خوشې شوې وې له رسنیو سره یې له خبرو ډډه کوله. Читать дальше...
انډپنډنټ:
انډپنډنټ ورځپاڼې 'له افغانانو سره زمونږ ژمنه زر ټوټې شوه' تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.
لیکوال ویلي چې نوی کال بدلون لپاره یو فرصت دی.
د انډیپنډنټ په وینا د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د دې اونۍ په پیل کې په یوه وینا کې وویل، هغه به خپلې ژمنې عملي کړي.
په مقاله کې زیاته شوې چې د کابل د سقوط د صحنو هېرول ګران کار دی، په افغانستان کې په بریدونو او مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول، میلیونونه خلک له هېواده تېښتې ته اړ شول او اوس افغان ښځې او نجونې له سختو بندیزونو سره مخامخ دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мужчина зарезал обидчика в лесопарковой зоне на востоке Москвы
Путин в России и мире
Москва
Новые правила въезда россиян в Китай заработают в 2025 году
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский* определил, где размещать еще не переданные системы ПВО
Навальный в России и мире
Москва
«Не тот человек в земле, не тот человек в Кремле». Память Навального почтили в регионах
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Волочкова
Волочкова про дочь: «В семье Вдовина она не может быть любимым ребенком. Там сложные отношения»
Москва
Shot: еще один кроссовер GAC вспыхнул на ходу под Саратовом
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net