د خوست فعالان: ټاپي به د سیمې هېوادونه او ولسونه سره نېږدې کړي
د خوست یو شمېر مدني فعالانو او روڼ اندو د یوې ناستې په ترڅ کې ټاپي پروژه د سیمې د هېوادونو او ولسونو تر منځ د اقتصادي پرمختیا تر څنګ، د دوستۍ او همکارۍ یو فرصت وباله.
د شنبې په ورځ خوستیو فعالانو او روڼ اندو وویل، که چېرې د ټاپي پروژې غړي هېوادونه په خپلو کې صادقانه همکاري وکړي، نو په دې سیمه کې به د بې باوریو او بدبینیو فضا د دوستۍ په فضا بدله شي.
دوی وایي، که چېرې د ټاپي پروژې غړي هېوادونه په خپلو کې صادقانه همکاري وکړي، نو نه یوازې په دې سیمه کې به اقتصادي پراختیا رامنځته شي، بلکې د خلکو په منځ کې به د جګړو ذهنیت ختم شي او د حکومتونو ترمنځ به د بدبینۍ د فضا ځای، د ورورۍ او دوستۍ فضا ډکه کړي.
دوی زیاته کړه، افغانان د ښه اقتصاد او د دې هېواد د ښې راتلونکې لپاره د ټاپي په شان د زیربنايي پروژو غوښتونکي دي.
د ټاپي په نوم د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې عملي چارې د جمعې په ورځ د یادو هېوادونو د مشرانو په ګډون، په هرات کې رسماً پیل شوې.