اروپايي ټولنې پر ۱۵۰روسي چارواکو بندیزونه تمدید کړل
دا خبره د اروپایي اتحادیې ډیپلوماټانو آزادي راډیو ته کړې او ویلي یې دي چې د دې ترڅنګ د بندیزونو په دغه لېست کې پر۳۸ شرکتونو او ادارو هم بندیزونه تمدید شوي دي.
اروپایي اتحادیې دغه بندیزونه چې په هرو شپږو میاشتو کې یې تمدیدوي، وروسته له هغې لګولي چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
که څه هم د اوکراین په ختیځ کې اوربند شوی، خو بیاهم ورڅخه د شخړو راپورونه ورکول کېږي.
په یوې تازه پېښه کې د اوکراین دفاع وزارت نن په سیمه کې له روس پلوه بېلتونپالو سره په نښتو کې د یوه عسکر د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت دغه راز روس پلوه بېلتونپالي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپونو ماشینګڼو او هاوانونو په ډزو سره پنځلس ځلې له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.
روس پلوه بېلتونپالو بیا د اکراین حکومتي ځواکونه ۱۴ ځلې له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.
