په پروان ولایت کې د ملي امنیت ۵ کارکوونکي وژل شوي
دا خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن ازادي راډیو ته وکړه او ویېویل چې دغه پېښه نن د ورځې یوه بجه د دې ولسوالۍ د کوه توپ په سیمه کې شوې ده.
ښاغلي قدوسي زیاته کړه چې د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکوونکي چې په یوه موټر کې سپاره وو او د کوه توپ سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژنده وسلهوالو په حمله کې ووژل شول.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
