په ډایکندي کې یوه ۲۶کلنه ښځه وژل شوې
د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.
لا معلومه نه ده چې پېښه څه ډول او د چا لخوا را منځته شوې، خو مسؤلین وايي، د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین یې څېړنه کوي.
د وژل شوي مېرمني خاوند بهر ته په کار پسې تللی؛ ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې دا ډول پېښي تر ډېره د فقر او بېوزلۍ له امله رامنځته کېږي.
په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او تېر کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښي ثبت شوي دي.
