امریکا کې له یوه بریده روغ وتلي زده کوونکي د وسلو د کنټرول غږ کوي
ټاکل شوې ده چې دا لاریون به د روانې فبرورۍ په ۲۴ مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شي.
په فلوریډا ایالت کې تېره اوونۍ په یوه ښوونځي کې ډزو ۱۷ زده کوونکي او ښوونکي ووژل.
دا حمله د همدې ښوونځي د یوه ایستل شوي زده کوونکي له خوا شوې وه.
بریدګر نیکولاس کروز چې تر برید وروسته یې ځان پولیسو ته سپارلی، اعتراف کړی چې یو «اې. ار. ۱۵» ډوله توپک یې په قانوني توګه د همدې برید لپاره پیرلی و.
شمېرې ښيي چې په امریکا کې هر کال له وسلو سره په تړلو پېښو کې شااوخوا ۳۰ زره کسان وژل کېږي.
