لویو درستیزانو په کابل کې د نشه یي موادو په ضد پرمبارزې ټینګار وکړ
د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه يي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې، نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې دې کار په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید دوام ته زمینه برابره کړې ده.
