په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي
ډاکټر عبدالنصیر عالمیار نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې سره به د جلغوزو له قاچاقه مخنیوی وشي.
نوموړي وویل، په دې تړاو یوه نوې طرحه هم جوړه شوې چې په اساس به یې پنځه د پروسس مرکزونه جوړ شي.
جلغوزي د افغانستان مشهوره وچه مېوه ده چې په طبعي توګه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون، د نهو ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.
