هلمند کې وسله والو تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته پرید کړی
ښاغلي ځواک وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفینو په تریخ ناور سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
ښاغلي ځواک د تلفاتو په اړه وویل:
"په دې کې وسله والو مخالفینو ته هم تلفات اوښتي دي، افغان امنیتي ځواکونه هم شهیدان او زخمیان لري، تقریباً څلور تنه ټپیان دي او د شهیدانو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته."
د هلمند د والي ویاند وایي، په دې پېښه کې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو ددې برید مسؤلیت منلی او وایي، شااوخوا ۱۵ پولیس یې وژلي، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.
