په ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۴تنه نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې څلور تنه د لسګونه کېلو ګرامه نشي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د سې شنبې په ورځ په سرخ رود ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۰۴ کېلو ګرامه چرس په داسې حال کې ونیول چې قاچاق وړونکو تورخم ته وړل.
ښاغلی دانش وایي چې د دغو موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پولیسو د روان کال له پیله بيا تر اوسه پورې د هېواد په ۳۴ولایتونو کې ۲۱۴ ټنه نشي توکي نیولي او د قاچاق په تور یي ۲۴۵۷ کسان عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.