په بغلان کې د ۴۱کېلوګرامه هیروئینو د قاچاق مخه نیول شوې
د بغلان ولایت پولیسو د ۴۱ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق مخه ونیول.
د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د سې شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل، دا ۴۱ کېلو ګرامه هیروئین چې په ټېلر موټر کې ځای پرځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چي له بغلان ولایت څخه يې کابل ته قاچاق کړي، د دې ولایت پولیسو په پلخمري ښار کې د تلاشۍ پرمهال ونيول:
"په توربو ټیلري موټر کې ۴۱ کېلو او پنځه سوه کېلو ګرامه هیروئین ځای پرځای شوی وو چې پولیسو په پلخمری کې د تلاشي پرمهال کشف کړل، د دی هیرویینو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي."
د یادونې وړ ده چې نیول شوی کس د ټیلر موټر چلونکی دی.
دغه راز د پنجشنبې په ورځ د بغلان پولیسو ۲۵ کېلو ګرامه چرس او تاریاک هغه مهال ونیول چې یو قاچاق وړونکي غوښتل په کرولا موټر کې یې له اندراب ولسوالۍ څخه پلخمري ته قاچاق کړي.