افغان پوځ په هلمند کې د هیروئینو د تولید یو لابراتوار ویجاړ کړی
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د هیروئینو د تولید یو لابراتوار ویجاړ کړ.
ملی دفاع وزارت وایي، دغه لابراتوار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې هغه مهال ويجاړ شو چې وسله وال مخالفین پکې د هیروئینو په تولید بوخت و.
د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې د هیروئینو جوړولو فابریکو پر ضد د افغان او بهرنیو ګډو نظامي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات د تېر کال له ډسمبر میاشتې راهيسي دوام لري او تر دې مهاله د هیروئینو جوړلو څه باندې ۳۰ فابریکې له منځه تللي دي.