ولسوال: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴ پولیس وژل شوي
د چورې ولسوال امینالله خالقي نن چهارشنبه ناوخته ازادي راډيوته وویل چې یادو پولیسو ته دغه مرګ ژوبله د وسلهوالو طالبانو د یوه کمین پر مهال اوښتې ده.
نوموړی وايي چې په وژل شویو پولیسو کې د پوستې یو قوماندان هم شامل دی.
ښاغلي خالقي وویل چې وسلهوال تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.
