له پاکستانه راستانه شوي کډوال؛ د خوړو لپاره هیڅ نه لرو
یو شمېر افغان کډوال چې په وروستیو کې له پاکستانه ستانه شوي دي وايي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او ورځني لګښتونه یې تر عایداتو لوړ دي. د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست کشمېر خان چې اوس مهال په کابل کې اوسیږي شنبه د جنورۍ ۱۷ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې د ورځې په اوسط ډول له ۲ تر ۳ سوه افغانۍ پیدا کوي خو د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولی. "اوه میاشتې کیږي چې له پاکستانه په زوره ډیپورت شوی یم، دلته هره میاشت ۹ زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم، پوره خاوړه نه لرو، زما یو زوی ناروغ دی، د اونۍ شاوخوا یو نیم زر افغانۍ... Читать дальше...
