د بنګله دېش یوه فابریکه کې اورلګېدنې ۴۹ کسان وژلي
د ژغورنې عملیات پرمخ روان دي او اټکل دا دی چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.
د هاشم د څښاک او خوړو د تولیداتو په پنځه منزله فابریکه کې دغه اور پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۱۷مه) ناوخته پیل شو.
دا لا معلومه نه ده چې د اورلګېدو په وخت کې څو کارکوونکي په فابریکه کې وو؟
