Добавить новость
123ru.net
World News
Июль
2021

د پاکستان پارلېمان د ملي امنيت کمېټۍ غونډې ته پوځ مالومات ورکوي

0
د پاکستان پوځ د دې هېواد د داخلي او خارجه امنيت په اړه د پارلېمان ملي امنيت کمېټۍ غونډې ته معلومات ورکوي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر دا غونډه له هغه وروسته رابللې چې کله د حزب اختلاف پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې د وينا پرمهال د افغانستان پر حالاتو د معلوماتو د ورکړې غوښتنه وکړه.


د قامي اسمبلۍ پر ويب پاڼې چې د ملي امنيت کمېټۍ د غړیو په اړه معلومات ورکړل شوي د هغې له مخې د دې شمېر ۲۹ دی چې پکې د حزب اختلاف مشر شهباز شريف، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ترڅنګ په سېنټ کې د حزب اختلاف مشر هم شامل دي.


کمېټۍ ته به په بنده کوټه کې معلومات ورکول کېږي او هېڅوک اجازه نلري چې له رسنيو سره یې شريک کړي يا يې بل ځای یې افشا کړي.


دا لومړۍ ځل نه دی چې د پارلېمان غړو ته د پاکستان پوځ په بنده کوټه کې د مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکوي. تر دې وړاندې هم د پارلېمان غړو ته په پټو کمرو کې معلومات ورکړل شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې دغسې غونډې څه ګټه لري او ایا د تګلارو بدلولو په اړه د منتخبه غړو وړاندېزونه ته پکې غوږ نيول کېږي او که نه؟


کله چې په ۲۰۱۱ز کال د مې پر دويېمه نېټه د امريکا ځانګړو ځواکونو په اېبټ اباد کې د القاعده  پخوانی مشر اسامه بن لادن په عملياتو کې وواژه نو هغه مهال هم د پارلېمان غړو ته په بنده کوټه معلومات ورکړل شوي ول. هغه وخت د پيپلز پارټۍ يوسف رضا ګېلاني د پاکستان وزيراعظم، جنرال شفاق کياني د پوځ مشر او جنرال شجاع پاشا د جاسوسي ادارې ای اېس ای مشر وو.


په هغه غونډه کې د عوامي نیشنل پارټۍ پخواني سېنېټر زاهد خان هم وو. نوموړي د جولايي پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پوځ او حکومت له خوا په بنده کوټه کې د معلوماتو ورکولو څه خاص ګټه نه وي.


نوموړی د هغې غونډې د مثال په ورکولو سره وويل چې د ده په وينا، د پوځ مشران يوازې د هغو پوښتنو ځواب ورکوي چې د دوی خوښې وي.


زاهد خان وايي چې د اسامه بن لادن پرضد د امريکايي عملياتو په اړه په رابلل شوې غونډه کې جنرال پاشا وويل چې دوی د القاعده شبکې ۲۴۵ غړي نيولي دي نو د ده په وينا، دی پورته شو او پوښتنه يې وکړه چې دا کسان پر پوله نيول شوي، که په مدرسه يا د چا په کور کې؟ او چا چې پناه ورکړې وه او سهولت-کاره ول نو د هغو پرضد څه کاروايي وشوه او که نه؟ نو د زاهد خان په ادعا(( جنرال پاشا وويل چې موږ چا ته دومره په تفصيل معلومات نه ورکوو.)


د ده په خبره، دغسې يوه پوښتنه افراسياب خټک هم د افغانستان په اړه کړې وه خو هغه ته هم دا ځواب ورکړل شو چې ستاسو په افغانستان کې تعلقات  شته نو دا تپوس له هغوي وکړئ.


(هيچا کې دا جرات نه وو چې ووايي چې موږ مو د څه لپاره راغوښتی يو پکاره ده د سوال ځواب راکړئ.)


 


بله پټه غونډه په ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه د وزیراعظم عمران خان په حکومت کې شوې وه. د بېلا بېلو ګوندونو د پارلېمان غړو دې غونډې ته د پوځ مشرانو له هند سره پر پوله د هوايي بريد په اړه معلومات ورکړي ول. پاکستان پر کنټرول کرښه د هند دوې الوتکې راِغورځولې وې او هندی پايلټ ابي نندن يې نيولی وو. د قامي اسمبلۍ غړي مولانا واسع په دې غونډه کې د جميت علما اسلام په استازيتوب ګډون کړی وو.


نوموړي د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په دغسې غونډه کې د پارلېمان غړو ته پوره معلومات نه ورکول کېږي.


''موږ چې ورځو نو پوه يو چې زموږ په وړاندیزونو عمل نه کېږي او نه هم موږ ته د اصل خارجه پاليسۍ په اړه معلومات راکوي.''


مولوي واسع زياتوي چې د بندې کوټې دغسې غونډې يوازې د ولس زړه ګټو لپاره وي خو په اصل کې څه خاص پکې نه وي او نه هم د ده په وينا، دوی بیا ورپسې پوښتنه کړې چې بیا د دې په تعقيب څه وشو او که نه؟


خو د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر او د پارلېمان د ملي امنيت کمېټۍ غړی انوارالحق کاکړ بيا وايي چې د پټو غونډه ګټې وي ځکه چې په دې کې د پارلېمان غړو ته د هېواد د تګلارو په اړه ګټور معلومات ترلاسه شي.


هغه زیاتوي چې په دغسې غونډو کې د هېواد تګلارې وړاندې کېږي او د پارلېمان غړو ته دا موقع ورکول کېږي چې  پوښتنې وکړي او وړاندیزونه ورکړي.


(چېرې چې هم په دليل ولاړه خبره کېږي نو زما په فکر پالیسي جوړونکي نه يوازې هغه تجويزونه جدي اخلي بلکې که ضرورت وي نو په پالیسي کې بدلون هم راتلای شي.)





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net