د کابل د طبي پوهنتون یوې۶کسیزې ډلې د اکسیجن يوه اله جوړه کړې
دې شپږ کسیزې ډلې له دې تجربې وروسته د علي اباد له روغتونه د لسو نورو ورته الو د جوړولو غوښتنه ترلاسه کړې ده.
د دې ډلې مشري پښتنه بنايي احمدزۍ وايي، حکومت باید د دوی لاس نیوی وکړي، څو د ورته طبي وسایلو په جوړولو کې لا پرمختګ وشي.
افغانستان کې داسې وخت د اکسیجن د تولید لپاره هڅې کېږي چې دا هېواد د کرونا د درېیمې څپې په اوج کې د اکسیجن له کمښت سره مخ دی.
دم ګړی په افغانستان کې په کرونا د اخته خلکو شمېر له ۱۲۰ زرو اوښتی او د دې ویروس له امله د مړو شمېر بیا پنځه زرو ته رسیدلی دی.
