Добавить новость
123ru.net
World News
Декабрь
2020

افغان دولت او طالبان: د سولې دوهم پړاو خبرې به په ټاکلي وخت قطر کې پيل شي

0
د افغانستان دولت او د طالبانو مرکچي پلاوي به په ټاکلي وخت یعنې د جنورۍ په پنځمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې پیل کړي.


دا خبره افغان چارواکو او طالبانو پرون یکشنبه تأیید کړه او ویې‌ویل چې د خبرو په دې پړاو کې به پر هغو موضوعاتو خبرې وشي چې دواړو لورو د اجنډا په ترتیب شویو لېستونو کې شامل دي او یو بل ته‌یې سپارلي دي. 


د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په غونډه کې ولسمشر اشرف غني د دې ملاتړ وکړ چې د سولې د خبرو دوهم دور دې په ټاکلي وخت یعنې د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې ترسره شي، خو ولسمشر بیا هم ټینګار کوي چې د خبرو نور پړاوونه باید د افغانستان دننه وشي.


ښاغلي صدیقي ویلي چې ولسمشر د سولې د مرکچي پلاوي او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشرانو په غوښتنه او له نړیوالو ملاتړو سره په مشوره او هم د دې لپاره چې د دوهم دور خبرو په پیلېدو کې ځنډ رامنځته نه‌شي له دې سره موافقه وکړه چې د خبرو بل پړاو دې په دوحه کې ترسره شي.




د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د دې شورا د مشرتابه د کمېټې په غونډه کې په دې سلا وشوه چې د سولې خبرو دوهم پړاو دې په خپل ټاکلي وخت په دوحه کې پیل شي او په دې خبرو کې به اوربند د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي لپاره یو لومړیتوب وي. 


ښاغلی خوځون زیاتوي: "د رهبرۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې مذاکرات به د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې بېرته شروع کېږي او زموږ له اړخه په اجنډا کې په لومړي سر کې په اوربند باندې ټینګار وشو او ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې هیئت کاملاً د اجنډا په تعیین او ترتیب کې او له طالبانو سره په توافق کې صلاحیت لري او ټول د افغانستان اسلامي جمهوريت‌یې ملاتړ کوي." 


ښاغلي خوځون په دې اړه چې یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالی ښودلی وویل چې ډېر دغه هېوادونه د کرونا د خپرې شوې وبا له امله له خپلې دغې ژمنې په شا شوي دي.




د طالبانو د فرهنګي چارو کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق هم تېره شپه ناوخته ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د طالبانو مرکچي پلاوی هم دې ته تیار دی چې د جنوري په پنځمه له مقابل لوري سره د خبرو دوهم پړاو پیل کړي.


نوموړی وایي، د خبرو په دې پړاو کې به د اجنډا پر هغو موادو بحث او خبرې وشي چې فهرست‌یې دواړو لورو له مخکې برابر کړی او یو بل ته‌یې سپارلی دی. 


ښاغلي وثیق وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم او مسؤلین ژمن دي چې د کړې وعدې او هغه معمول مطابق بېرته مذاکراتي مجالس پیل شي. په مجالسو کې به پر هغو موضوعاتو خبرې کېږي چې په اجنډا کې شامل دي." 


د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو په لومړي پړاو کې چې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پیل شوې وې او شاوخوا درې میاشتې یې دوام وکړ، دواړو لورو د خبرو د دوام لپاره پر کړنلارې موافقه وکړه او هم‌یې پر راتلونکې اجنډا د بحث لپاره د خپلو غوښتنو فهرستونه له یو بل سره تبادله کړل.




له دې مخکې هم د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي ډېر ځلې د شخړو پر کمېدو او اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې دغو دواړو ته لومړیتوب ورکوي.


دا یوازې د افغان چارواکو غوښتنه نه، بلکې د افغانستان د اکثریت وګړو هم دا غوښتنه ده چې ژر دې اوربند وشي. د سیاسي او امنیتي چارو اکثره کتونکي په دې باور دي چې که طالبان په رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي نو باید اوربند وکړي. 


یو یې هم د امنیتي او دفاعي چارو پوه او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري دی. ښاغلي وزیري په افغانستان کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه چې څوک‌یې تر شا لاس لري، څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته وویل، هر څوک چې د دې بریدونو تر شا لاس ولري، خو بستر یې طالبانو ورته برابر کړی دی.




نوموړی وایي، اوس چې د سولې د خبرو دوهم پړاو پیلېدونکی دی، طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره اوربند وکړي. 


ښاغلی وزیري زیاتوي: "د حل یوازنۍ لاره دا ده چې طالبان اوربند وکړي او باور رامنځته کړي. طالبان په غلطه لار روان دي، اوربند نه‌کوي، زور کوي او اسلامي امارت غواړي."


د امریکا متحده ایالاتو، ناټو، یوناما او اروپایي ټولنې په ګډون د افغانستان د دولت مهمو نړیوالو ملاتړو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د شخړو پر زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې که دغه شخړې همداسې دوام وکړي نو د سولې پر روان بهیر به ناوړه اغېز وکړي.


نړیوالې ټولنې هم د سمدستي اوربند پر کېدو ټینګار کړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net