د بښنې نړيوال سازمان: تېر يو کال کې ايراني او ترکي ځواکونو ۱۴ افغان کډوال وژلي
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په تېر یو کال کې يې د ایراني او ترکي ځواکونو له لوري د لږ تر لږه ۱۴ افغان کډوالو د وژلو اسناد ترلاسه کړي دي. دغه سازمان په یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ۱۱ افغان کډوال د ایراني ځواکونو او درې نور د ترکیې ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې، دغو دواړه هېوادونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي. د لغمان ولایت د قرغیو اوسېدونکي میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته څو اوونۍ مخکې ته افغانستان ته راستون کړل شو. Читать дальше...
