د فراه چارواکي: موټر سایکل سپرو وسله والو یو ملکي ډاکټر وژلی
د فراه ولایت امنیې قومانداني، د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ملکي ډاکټر د وژل کېدو خبر ورکړ. د دې قوماندانۍ ویاند، فاروق حضرتي، پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه څېړنې پیل شوي دي: "ډاکټر امید حبیبي د فراه په یوه شخصي کلنیک کې دنده درلوده، موټرسایکل سپرو وسله والو دی پرون غرمه ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل کور مخې ته په ډزو شهید کړی دی." لا د دې وژنې انګېزه معلومه نه ده او چا د پېښې مسوولیت هم نه دی منلی. د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې... Читать дальше...
