ارګ کې "لفظي مشاجره"؛ اشرف غني له افغانستانه د "یونېسف" یو چارواکی اخراج کړ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني "ترې یوې لفظي مشاجرې وروسته" په دغه هېواد کې د یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د اخراجېدو حکم ورکړی دی. د ارګ سرچینې وایي، د یونېسف دغه مسؤل تېره دوشنبه یوه غونډه کې له ولسمشر سره لفظي شخړه وکړه او وروستهیې ولسمشر له افغانستانه د اخراجېدو حکم ورکړ. یونېسف تر بېګا ناوخته پورې په دې تړاو رسمي څه نهو ویلي. د ولسمشر ویاند دواخان مینهپال پرون مازدیګر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه یوازې دومره لیکلي چې ولسمشر تر ۲۴ ساعتونو پورې د یونېسف د پولیو د برخې د مسؤل محمد محمدي د اخراجېدو حکم ورکړی دی. Читать дальше...
