اتن ته نږدې د اور لګېدو په پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي
د یونان د پلازمینې اتن په ختیځ کې په یوه ځنګله کې د اور له امله د وژل شوېو کسانو شمېر نن پنځوسو ته ورسېد. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ۲۶ کسانو مړي یې تازه پیدا کړي دي. تردې مخکې د ۲۴ کسانو مړینه تأیید شوې وه. اور وژونکو ویلي چې څه باندې سل کسان په دې اور کې ټپيان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک دی او کیدای شي د مړو شمېر زیات شي. پلازمېنې اتن ته نېږدې دا مرګونی اور په یوه لسیزه کې سابقه نه لري. د سانتي ګراد په کچه ۴۰ درجې توده هوا او شمال د اور هغه لمبې لا پراخې کړي چې د سختې ګرمۍ له کبله په ځنګلونو کې پیل شوی دی. Читать дальше...
